د یمن والو توغندوي بریدونه ،د ابوظبئ  د وحشت لاملونه
(last modified Mon, 31 Jan 2022 11:00:38 GMT )
Jan 31, 2022 15:30 Asia/Kabul

 خبرو سرچینو د یکشنبې ناوخته هم د متحده عربی اماراتو په پلازمینې؛ ابوظبئ کې د څو زورورو چاودنو  د غږونو د آوریدو خبر ورکړ .

ددغو سرچینو په وینا،په ابوظبئ کې د هوافضا دفاعي سسټمونه  په فضا کې   له اهدافو سره  مقابلې لپاره  فعال شول .په عین حال  کې المیادین خبری چینل  په ابوظبئ  او دوبئ هوائي ډګرونو کې د الوتونو د دریدا  خبر ورکړ . په مخیکینو حملو پسې هم  خبري سرچینو  راپورونه ورکړي وو ، چې  په ابوظبئ هوائي ډګر کې ۸۵فی صدي الوتونه دریدلي دي . 

 

 د یمن د پوځ  ویندوی جنرال یحیی سریع د یکشنبې په شپه  پخپل ټولنیز پیغام کې د متحده عربی اماراتو په مینځ باندې د پراخې پوځي حملې خبر ورکړ او وې وئيل،ددغوعملیاتو جزئیات به په راتلونکو څلورویشتو ساعتونو کې اعلان شي.له دې مخکې د یمن د پوځ  او انصار ا... ولسی غورځنګ  توغندوي یونټونو د  یمن د طوفان -1  او - 2 عملیاتو په چوکاټ کې دابوظبئ او دوبئ ځيني مهم مرکزونه او تاسیسات په شیشت کې راوستل  او په مینځ ئې وویشتل چې ډير درندۀ تاوانونه ئې واړول د متحده عربی اماراتو مسئولانو وئيلي دي د دوي دفاعي سسټمونه غافلګیرشوي دی او په همدې علت توغندي اوډرونز پخپلو نښو لګیدلي دي .د یمن پوځ او انصار ا.... ولسی غورځنګ مبارزانو  متحده عربی اماراتو ته خبرداری ورکړی چې  د یمن په ټاټوبي کې دې له لاسوهنو او د یمن د ویشلو  له دسیسو او دغه راز د عمالقه په نامې سره د تالی څټو او پيّلو عناصرو ملاتړ دې لاس په سر شي،که داسې نه وي ،نو دوبئ او خلیفه برَج به د انصار ا... د توغندیو او ډرونز په شیشت کې ورشي . 

د  یمن دانصار ا... د ډرونز او توغندیو د قدرت او  اقتدار یوه نښه دا  ده  چې  د عربستان له فضا په تیریدا  وروسته او د کابو د زر کلومیټر واټن په کچ کولو سره ابوظبئ په شیشت کې راولي ،خو په سعودي عربستان کې ځاي په ځای پرمختللی دفاعي سسټمونه ددغو غوریدونکو توغندیو په مخه نیونې او تباه کونې کې ناکام دي.د یمن پوځ او انصار ا... ولسی غورځنګ  په ابوظبئ او دوبئ توغندوي او ډرونز حملې  هاله پیل شوي چې  داماراتو جنګي الوتکې  د مارب او شبوه په جنوب کې د ؛عمالقه ؛ په نامې سره د ګوډاګیانو په ملاتړ کې ډګر ته واردې او بې آمانه بمبارۍ ئې پیل کړې او د یمن د پوځ او انصار ا...د مبارزانو پر مورچلو ئې حملې وکړې چې د په دغو جبهو کې د اماراتي او سعودي تالی څټو او پيّلو ځواکونو دپرمختګ سبب شوې .اماراتو له دې وروسته د سعودي تالی څټوڅخه له هوائي ملاتړه لاس واخست،خو انصار ا... ولسی غورځنګ په یوې اعلامیې کې اعلان وکړ،ترڅو چې متحده عربی امارات،د یمن د ویشل کیدا په موخې سره ددغه هیواد په ضد له دسیسې لاس وانخلي،او د یمن په ټاپوګانو باندې په تیره د سقطري او عبدالکوري دوو ټاپوګانو باندې خپله نیواکګري پاي ته ونه رسوي ،دغو حملو ته به دوام ورکړي .  

Image Caption
Image Caption

 

 په دې مینځومیان کې هغه څه چې په ابوظبئ د انصار ا... ولسی غورځنګ د ډرونز او توغندوي یونټونو درندو حملو په باب ئې زیات احتمال شته،له امریکائي  عسکرو سره په اړونده ؛ الظفره ؛پوځي مرکز باندې حمله ده چې د الجزیره ټیلیویژني چینل د راپور په اساس،په دغه پوځي مرکز کې پر فرانسوي عسکرو سربیره ، یوازې درې زره اته سوه امریکائی عسکر هم دیره دي .په دغه پوځي مرکز  په توغندوي او ډرونز حملې پسې ،د امریکا دفاع وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره  اعلان وکړ ، په دغه پوځي مرکز کې د دوي پوځیان  په پټنځایونو کې پټيدو ته  مجبوره شوي دي . په حقیقت کې ؛الظفره ؛پوځي مرکز  باندې حمله ،  دعراق په لویدیځ کې  له عین الاسد هوائي مرکز  وروسته په سیمې  کې د  امریکا په دوهم ستر پوځي مرکز  حمله ده چې د مقاومتي چورلیز د ځواکونو  د توغندوي او ډرونز په شیشت کې ورغلې  چې دا د  یمن د پوځ  او ولسی مبارزانو د شجاعت او میړنتوب  ښودنه کوي .

 په همدې علت،متحده عربی امارات،اوس پوهه شوي دي چې په صهیونیسټ رژیم  باندې په تکیې سره د خپلو شیشه  اي ښارونو امنیت له خطرې سره نشي مخامخولی او  خپل اقتصاد  نشي تباه کولی .

Image Caption

 

 

ټیګونه