د عراق په مختلفو سيمو کښې په لسګونو داعشي ترهه ګر هلاک شول
د عراق فوځ وويل، عراقي ځواکونو په تېرو ورځو کښې په لسګونو داعشي ترهه ګر په هلاکت اورسول.
د ترکيې د آناتولي خبري آژانس د رپوټ له مخې د عراق د لوے درستيز مرستيال قېس خلف رحيمه بېګا وويل: په تېرو لسو ورځو کښې د عراقي ځواکونو په عملياتو کښې له دېرشو زيات داعشي ترهه ګر ووژل شول او دغه عمليات هم هغه شان دوام لري.
رحيمه وويل: په تېرو ۴۵ ورځو کښې د هېواد په مختلفو سيمو د عراقي ځواکونو په عملياتو کښې ۶۰ ترهه ګر په هلاکت اورسېدل.
په دې وروستيو هفتو کښې د عراق په ختيځي او شمالي برخو کښې د داعش باقي پاتې عناصرو حملې زياتې شوې دي.
په عراق کښې د داعش ترهه ګرو ډلو د ماتې خوړلو باوجود د دغو ترهه ګرو باقي پاتې عناصر هم هغه شان په دغه هېواد کښې شتون لري. د عراق فوځي او الحشد الشعبي ځواکونو تر اوسه د دغه هېواد د مختلفو سيمو له ترهه ګرو څخه د پاکولو لپاره ګڼ شمېر عمليات ترسره کړي دي چې دغه اقدامات هم هغه شان دوام لري.