صهيونېسټانو د نيواکي قدس په شېخ جراح سيمې بيا يرغل وکړ
(last modified Mon, 14 Feb 2022 03:39:13 GMT )
Feb 14, 2022 08:09 Asia/Kabul
  • صهيونېسټانو د نيواکي قدس په شېخ جراح سيمې بيا يرغل وکړ

د صهيونېسټ مېشته ښارګي اوسيدونکو بېګا يو ځل بيا د اسرائيلي فوځيانو په ملاتړ سره د نيواکي قدس په شېخ جراح سيمې باندې يرغل وکړ.

د صهيونېسټ مېشته ښارګيو اوسېدونکو او صهيونېسټو غاصبو ځواکون په دې وروستيو مياشتو کښې په ځلونو د شېخ جراح سيمې د اوسېدونکو فلسطينيانو په کورونو حملې کړې دي.

اېرنا د فلسطيني سرچينو په نقل سره رپوټ ورکړ صهيونېسټو فوځيانو د پلاسټيکي ګوليو په ډزو، غږيزو بمونو په چاولو او اوښکي بهيونکي ګېس په شيندلو سره لږ تر لږه يو دېرش فلسطينيان ژوبل کړل او اوه تنه يې ونيول.

د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس وياند محمد حماده د دغې حملې په ردعمل کښې وويل: په شېخ جراح سيمه کښې په فلسطينيانو د صهيونېسټ مېشته ښارګي د اوسېدونکو حمله په قدس شريف کښې څرګند تېرے او له اور سره لوبې کول دي ځکه چې ټول فلسطين به په ټول توان سره له قدس شريف څخه محافظت ته راپاڅيږي.

 

 

ټیګونه