اسلام ته ترټولو ستر ګواښ له امریکې او اسرائیلو سره ائتلاف دی
(last modified Tue, 15 Feb 2022 03:24:32 GMT )
Feb 15, 2022 07:54 Asia/Kabul
  • اسلام ته ترټولو ستر ګواښ له امریکې او اسرائیلو سره ائتلاف دی

الحوثي یوځل بیا څرګنده کړه چې هر څوک د عربستان او اماراتو ملګرتیا وکړي، معنا یې دا ده چې د امریکې او صهیونیسټي رژیم د انډیوالانو ترڅنګ ولاړ دی

د یمن د انصار ا... غورځنګ عمومي منشي عبدالملک بدرالدین الحوثي خبرداری ورکړی چې اسلامي امت ته ترټولو ستر خطر، له خپلو حقیقي دښمنانو یعنې امریکې او اسرائيلو سره ائتلاف کول دي

عبدالملک بدرالدین الحوثي دغه وینا پرون په مارب ولایت کښې د الجوبه او العبدیه ولایتونو له پلاویو سره په خپلې کتنې کښې کړې ده.

هغه په دې هکله وویل: زمونږ دښمنان هڅه کوي چې په اسلامي امت کښې له دننې څخه نفوذ او لاره وکړي، همهغه ډول چې خپلو اهدافو ته د رسیدو په لړ کښې یې له سعودي او اماراتي رژیمونو کار واخیسته.

د انصار ا... عمومي منشي زیاته کړه: د خبرتیا د پراخولو په لټه کښې یو ترڅو ځیني کسان د فتنې د مبلغانو چې د امریکې او اسرائیلو خدمت کوي، تر تاثیر او اغیزې لاندې رانه شي.

الحوثي یوځل بیا څرګنده کړه چې هر څوک د عربستان او اماراتو ملګرتیا وکړي، معنا یې دا ده چې د امریکې او صهیونیسټي رژیم د انډیوالانو ترڅنګ ولاړ دی.

 

 

ټیګونه