سعودي تیري ګرو په حجه ولایت کښې ستره ماتې وخوړله
المیادین چینل ویلي چې د حجه ولایت په حرض نومې ښار کښې په سعودي ائتلاف پورې د پيئلو ځواکونو ماتې او شاتګ، په یمن کښې د ریاض ترټولو ستره ماتې ده
المیادین چینل ویلي چې د حجه ولایت په حرض نومې ښار کښې په سعودي ائتلاف پورې د پيئلو ځواکونو ماتې او شاتګ، په یمن کښې د ریاض ترټولو ستره ماتې ده
دغه چینل د پوځي سرچینو له قوله خبر ورکړی چې د سعودي ائتلاف له خوا د حرض ښار د محاصرې باوجود، دغو ځواکونو د ماتې په منلو سره شاتګ ته غاړه کښیښودله.
المیادین د دښمن د مرګ ژوبلې په شمول جزئیاتو ته له اشارې پرته ویلي دي چې د یمن پوځي چارواکي وايي، په یادو عملیات کښې د ائتلاف سلګونه ځواکونه وژل شوي دي.
پوځي سرچینو ویلي دي چې د یمن ولسي ځواکونه او پوځ په دغو علمیاتو کښې هم داشان د حرض ښار د خواوشا د څو ولسوالیو په آزادولو کښې هم کامیاب شوې دي.