د صهیونیسټي رژيم په توغندوي حمله کښې د حرم دوه مدافعان شهیدان شول
(last modified Wed, 09 Mar 2022 00:42:17 GMT )
Mar 09, 2022 05:12 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټي رژيم په توغندوي حمله کښې د حرم دوه مدافعان شهیدان شول

د اسلامي انقلاب سپاهِ پاسداران ځواک په یوه خبرپاڼه کښې د دمشق ښار په اطرافو کښې د صهیونیسټي رژيم په جنایتکارې توغندوي حملې کښې د حرم د دوو تنو مدافع پاسدارانو د شهادت خبر ورکړی دی

د دوشنبې د ورځې د سهار تقریباً پنځه بجې صهیونیسټي رژیم د دمشق ښار د خواوشا ځینې سیمې په توغندیو وویشتل چې د سوریې د دافع هوا له خوا یې په سختې حملې سره ځواب ورکړی شو.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: د وړمې ورځې د سهار په جنایت کښې صهیونیسټي رژیم د سوریې د پلازمینې دمشق ښار په اطرافو باندې د توغندوي برید له امله د ډګروال پاسدار احسان کربلایي پور او ډګروال پاسدار مرتضی سعید نژاد په نامو د بي بي زینب د حرم دوه مدافعان د شهادت لوړې درجې ته ورسیدل.

په دغې خبرپاڼې کښې د یادو شهیدانو کورنیو او خپلوانو ته د اسلامي انقلاب ټولو ساتونکو او د خدای د لارې مجاهدانو ته په مبارکۍ او تسلیت ویلو سره ټینګار شوی: بیشکه چې صهیونیسټي رژیم به د دې جنایت تاوان ورکړي.

د ویلو ده چې د صهیونیسټي رژیم جنګي الوتکې کله نا کله په سوریې باندې توغندوي حملې کوي.

 

ټیګونه