د فلسطین ولس به د صهیونیسټانو درستې دسیسې شنډې کړي
د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسی دفتر مشر خالد مشعل په تل ابیب کې د صهیونیسټي ضده اتلوالو عملیاتو په غبرګون کې ووئيل ، د فلسطین مظلوم خلک به د صهیونیسټانو درستې دسیسې په اوبو لاهوو کړي .
د تل ابیب په ختیځ کې بنی براک سیمه ، په تیرو څو ورځو کې د یوه فلسطیني پتمن ضیاء حمارشه د مقاومتي عملیاتو شاهده وه چې هغه پکې شهید شو او په دغو مقاومتي عملیاتو کې لږترلږه پنځه صهیونیسټان هلاک شوي او ښپږ نور هم ټبیان شوي دي .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، د خالد مشعل د ؛مقاومت دوام لري ؛ په عنوان سره په یوه وبینار کې پخپلې وینا کې ووئیل ، دتل ابیب اتلوال عملیات یو ډیر مهم پیغام لري ، او هغه دا چې مقاومت یوه سمه اوپریکنده لاره ده .
دحماس غورځنګ دسیاسی دفتر د نړیوالو چارو مسئول روښانه کړې ده ، په فلسطین کې مقاومت له یوې سیمې بلې سیمې ته او له یوه نسله بل نسل ته منتقلیږي او کله په غزې تړانګې کې د مقاومتي عملیاتو او کله هم د اردن سین په لویدیځي غاړې کې او کله هم په نیواکي ټاټوبو کې د مقاومتي عملیاتو شاهدان یوو .
د حماس غورځنګ ددفتر دغه لوړپوړي چارواکي ټينګار وکړ،د فلسطین خلک هماغه شان دپرمختګ په لور ځي او صهیونیسټي دښمن هم دشاتګ او ځوړتیا په لور ځي .هغه ووئيل ، دقدس تورې په نامې سره مقاومت،د صهیونیسټي دښمن پوزه پر مځکې موښلي او د قدس دنیواکګر رژيم نابودۍ ته ئې د امت هیله راژوندئ کړې ده .