په جنازې باندې د صهیونیسټانو په حمله کښې ۷۱ فلسطینیان زخمي شول
د فلسطیني شهید د جنازې په مراسمو باندې د صهیونیسټي پوځیانو په حمله کښې ۷۱ تنه زخمي شول
خبري سرچینو ویلي چې په نیواکي قدس کښې د فلسطیني شهید ولید شریف د جنازې په دستورو باندې د صهیونیسټو پوځیانو په برید کښې ۷۱ کسان ژوبل شوي دي.
صهیونیسټي پوځیانو د دغه فلسطیني شهید د جنازې په ګاډي باندې ډزې وکړې چې له امله یې د ګاډي شیشې ماتې شوې.
د فلسطین د سرې میاشتې ادارې وویل چې د شهید ولید شریف د جنازې په مراسمو باندې د صهیونیسټي پوځیانو په برید کښې تراوسه ۷۱ کسان ژوبل شوي دي.
ولید شریف د روژې د مبارکې میاشتې په دریمه جمعه په مسجدالاقصی کښې د صهیونیسټو پولیسو له خوا له وهلو ډبولو وروسته نیول شوی و.
د دغه فلسطیني شهید کورنۍ ویلي چې د نیول کیدو په وخت د صهیونیسټي مامورانو وهل د هغه د مغزي وینې بهیدنې سبب شول تر دې چې دغه ۲۳ کلن ځوان تیره شنبه د صهیونیسټي رژیم په جیل کښې شهید شو.