د یمن دفاع وزیر:
سعودي تیري ګر له اوربند څخه د خپلو پلانونو د اجرا لپاره ګټه اخلي
د یمن د ملي ژغورنې د حکومت دفاع وزیر: تیري ګر هیوادونو د اوربند د شرطونو پابندي نه کوي خو په خپلو سپیرو پلانونو کښې به کامیاب نه شۍ
د یمن د ژغورنې د ملي حکومت دفاع وزیر جنرال محمد ناصر العاطفي بیګا وویل: تیري ګر سعودي ائتلاف له اوربند څخه د خپلو لاسپوڅو د برابرولو، د پلانونو د اجرا کولو او غلیمانه سناریوګانو په موخه ګټه پورته کوي
د یمن د ملي ژغورنې د حکومت دفاع وزیر زیاته کړه: تیري ګر هیوادونو د اوربند د شرطونو پابندي نه کوي او دا یعنې مونږ له یو داسې دښمن سره مخامخ یو چې د صلحې په ژبه باور نه لري او کړچار یې جنایتي دی.
هغه په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د یمن د پوځ راتلونکي اقدامات به د دښمنانو لپاره له پخوا ډیر دردونکي وي، څرګنده ړه: تیري ګر هیوادونه به په خپلو سپیرو پلانونو کښې کامیاب نه شي.
د ویلو ده چې په یمن کښې اوربند د اپریل له دویمې نیټې اجرايي شوی دی خو سعودي ائتلاف یې هره ورځ خلاف ورزي کوي.