سعودي ائتلاف د یمن د سونګو یوه بله کشتۍ ونیوله
Jun 04, 2022 07:34 Asia/Kabul
د یمن د تیلو د ملي شرکت ویاند د تیري ګر سعودي ائتلاف له خوا د دغه هیواد د سونګو د یوې بلې کشتۍ د نیولو خبر ورکړ
سعودي ائتلاف په وروستیو دریو کلونو کښې د یمن د سونګو او د خوراکي موادو او حتی د طبي تجهیزاتو کشتۍ نیولې دي.
عصام المتوکل بیګا وویل چې تیري ګر سعودي ائتلاف د (فورس پاور) په نامه هغه کشتۍ نیولې ده چې په کښې د یمن د خلکو لپاره ۲۳ زره ټنه ګوګړ او ۷ زره ټنه ډیزل وو.
د یمن د تیلو د ملي شرکت د ویاندوي په خبره، دغې کشتۍ د ملګرو ملتو لپاره د تګ راتګ مجوز درلود.
سعودي ائتلاف له دې مخکښې هم د یمن لپاره د سونګو وړونکې یوه بله کشتۍ نیولې وه.