د امریکې د خوشالولو لپاره په جنین کښې درې فلسطینیان شهیدان کړې شول
-
فایل فوټو
نن سهار وختي درې فلسطیني ځوانان په جنین کښې د هغوي په ګاډي باندې د صهیونیسټي رژيم د پوځیانو په ډزو کښې شهیدان شول.
د فلسطین د بهرنیو چارو وزارت په جنین کښې د دریو فلسطیني ځوانانو د شهادت په غبرګون کښې د صهیونیسټي رژیم دغه جنایت د امریکې د غوښتنو ځواب وباله
نن سهار وختي درې فلسطیني ځوانان په جنین کښې د هغوي په ګاډي باندې د صهیونیسټي رژيم د پوځیانو په ډزو کښې شهیدان شول.
د فلسطین خارجه وزارت په یوه بیانیه کښې د دغو دریو فلسطینیانو وژله وغندله او ویې ویل: د یادو دریو ځوانانو وژله نیواکي ټاټوبي ته د جوبایډن له سفره مخکښې د شخړو د کمولو لپاهر د امریکې د غوښتنو ځواب دی.
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د فلسطین اسلامي جهاد غورځنګ، د فلسطین د آزادولو لپاره ډیموکراټیک جبهې او د ولسي مقاومت کمیټو هم په جلاجلا خبرپاڼو کښې د دریو فلسطیني ځوانانو د ټرور د جنایت په غندلو سره ټینګار وکړ چې د دغو شهیدانو وینه به پایمال نه شي.