د عرفې په ورځې کې دعربستان د خطیب په منصوبیداته ولسی اعتراضونه زیات شول
په عربستان کې د عرفې د ورځې دخطیب په توګه له صهیونیسټي شخصیتونو سره د رابطې لرونکي او سازباز کونکي یوه روحاني منصوبیدا، په ډيرو عربو هیوادونو کې په ټولنیزو چینلونو کې پراخ غبرګونونه راولاړ کړي دي .
د سعودي عربستان دمسجد الحرام او مسجد النبی د چارو عمومي مشرۍ اعلان کړی، چې د کبارالعلماء(لوړپوړو عالمانو ) دپلاوي یو غړی او داسلامی نړۍ د ټولنې عمومی مدیر محمدبن عبدالکریم آل عیسی ئې د عرفې په ورځې د لمانځه او دعا لپاره ټاکلی دی .
ددغو اعتراضونو څپه دومره پراخه وه ، ان تر دې چې دبی بی سي چینل عربی برخه هم دې ته اړشوي چې ورته انعکاس ورکړي اوپه دې اړه ئې لیکلي دي ،د عرفې د ورځې دلمانځه دخطیب په توګه د شیخ محمد بن عبدالکریم العیسی د منصوبیدا له مشخص کیدا وروسته ددغې فیصلې په خلاف په سوشل میډیا او زیاترو ټولنیزو چینلونو کې داعتراضونو ستره څپه راپورته شوه او د انزلوا العیسي من المنبر هشتګ هم په مصر ،قطر ، اردن ، لبنان الجزایر تیونس او کویت عربو هیوادونو کې د ټولنیزو چینلونو په یوۀ غوره ټرنډ بدل شو.
ځينو ټولنیزو فعالانو د مسلمانانو د ترټولو سترې نړیوالې ټولنې په امامت د عیسی انتصاب، د مسلمانانو په حق کې ستر جنایت او د ولس له احساساتو سره د آل سعود رژيم بدماشي او کږلاریتوب بللی دی . داپه داسې حال کې دي چې ډیری فعالانو په مناسک حج کې دم حاضرو مسلمانانو او درستو حاجیانو په وسیله د العیسی په امامت د ترسره شوي لمانځه دبایکاټولو غوښته وکړه .