صهیونیسټ رژیم به ارامښت ونه ویني
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i118578-صهیونیسټ_رژیم_به_ارامښت_ونه_ویني
المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ مهم غړي محمد شلح وویل،فلسطینیان به تر هغه وخته پورې چې د مقاومت چورلیز او د هغوې په سر کښې ایران او حزب الله د دوې په څنګ کښې وي ماتي ونه خوري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 17, 2022 07:13 Asia/Kabul
  • صهیونیسټ رژیم به ارامښت ونه ویني

المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ مهم غړي محمد شلح وویل،فلسطینیان به تر هغه وخته پورې چې د مقاومت چورلیز او د هغوې په سر کښې ایران او حزب الله د دوې په څنګ کښې وي ماتي ونه خوري.

محمد شلح وویل له سازباز کولو سره ټولو هیلو ماتي خوړلي ده او د فلسطین مقاومت به خپلې وسلې پرځمکه کې نه ږدوي.

دغه راز د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ نامتو غړي سارق سلمی هم وویل سیمې ته د امریکا د ولسمشر جوبایډن له سفر وروسته د فلسطین په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ رژیم حمله د دې ښودنه کوي چې د صهیونیسټ رژیم پوځ هماغه راز د فلسطین د ملت پرضد خپلو جنایتونو ته دوام ورکوي.

د صهیونیسټ رژیم جنګي الوتکو پرون سهار په غزې تړانګې کښې د فلسطین د مقاومت په یوه مرکز بمبارې وکړې چې د مرګ ژوبلو په هکله یې څه نه دي ویل شوي.