تیري ګر سعودي ائتلاف د مقاومت له چورلیز سره د مقابلې توان نه لري
Jul 18, 2022 07:37 Asia/Kabul
د یمن د ملي نجات حکومت ویاند: تیري ګر سعودي ائتلاف د مقاومت له چورلیز سره د مقابلې توان نه لري
د یمن د ملي نجات حکومت ویاند د یمن د مظلوم ولس په وړاندې د تیري ګر سعودي ائتلاف ماتې ته په اشارې سره وویل چې دغه ائتلاف د مقاومت له چورلیز سره چې په سر کښې یې تهران دی، د مقابلې توان نه لري.
ضیف الله شامي ټینګار وکړ چې تیري ګر سعودي-اماراتي ائتلاف د یو داسې کمزوري ولس په وړاندې ماتې خوړلې چې نه حکومت لري، نه وسلې او نه بیخ بیناوې.
هغه پّ دې خبرې سره چې اوربند په هغه ولس باندې د امریکې د ولکې اوزار دی چې د استکبار په وړاندې ولاړ دی، وویل: له ائتلافه د امریکې ملاتړ به د اوربند په دوران کښې او حتی له هغه وروسته به هم دوام ولري ځکه چې امریکا له دغو رژیمونو څخه د ځان د دفاع لپاره کار اخلي.