Aug 30, 2022 16:15 Asia/Kabul
  • د عراق ناامنۍ او مقتدا صدر

عراق له تېرو وروځو څخه له مخکې اټکل شویو پېښو او تاوتریخوالو سره مخامخ شوی، داسي پراخې ناامنۍ چي د صدر د سیاسي بهیر د مشر مقتدا صدر د سیاسي چلند پایلې دي.

تېره ورځ یعني د اګوست د میاشتې په ۲۹ د عراق د اهل تشیع لوی مرجع ایت الله سید کاظم حسینی حائري په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چي د فیزیکي کمزوری او د ناروغۍ د امله د اهل تشیع له مرجعیت څخه ځان ګوښه کوي، د مقتدا صدر اکثره پلویان د ایت الله حائري په تقلید دي، او ایت الله حائري د صدر د اکثرو پلویانو مرجع دی.

ایت الله حائرې په خپله بیانیه کې په عراق کې د ګډوډیو او بلواو په لړ کې د مقتدا صدر له اقداماتو څخه په غیره مستقیمه توګه نیوکه کړې او ویلي دي: هر یو کس چي وغواړي د دو سترو شهیدانو لومړي صدر او دوهم صدر د نومونو په کارولو سره په خلګو کې نفاق واچوي او په داسي حال کې چی د اجتهاد مرتبې ته رسېدلی نه وي او له شرایطو څخه بې برخه وي وغواړي شرعي رهبري په غاړه واخلي، له شکه پرته د صدر له خاندان سره تړاو نه لري.

دغه بیانیه د صدر له غبرګون سره مخامخ شو، او د صدر د سیاسي بهیر مشر د بیانیې په صادرولو سره، له ایت الله حائري څخه د سختو نیوکو په ترڅ کې د عراق له سیاسي ډګر څخه د ګوښه کېدو خبر ورکړی دی، صدر په داسي حال کې یې دا خبره کړې چي تر دې مخکې یې هم په ځلو له سیاسي ډګر څخه د ګوښه کېدو اعلان یې کړی و، خو په عمل کې تر دمه له سیاسي ډګر څخه لاس نه دی اخیستی او خپلو سیاسي فعالیتونو ته یې دوام ورکړی دی. په عراق کې د وروستیو ناامنیو او ګډوډیو په هکله چي په کښې له ۲۰ زیات کسان وژل شوي او له ۳۵۰ تنه زیات ټپیان شوي دي ځینې مهمې ټکې شتون لري.

د عراق د اهل تشیع مرجع ایت الله سید کاظم حائري د یوې بیانیې په صادرولو سره ویلي وه چي د فیزیکي کمزورتیا او ناروغی د امله له مرجعیت څخه څنګ ته کیږي حال دا چي کېدایشي د ایت الله حائري څنګ ته کېدا د صدر له اقداماتو څخه د هغه د برائت د غوښتلو په معنا وي.

لومړۍ مساله دا ده چي وار د مخکې لا هم ځینې وړاندوینې شوې وي چي مقتدا صدر په عراق کې سیاسي اختلافات د بلواو او ګډوډیو په لور هدایتوي، په تیره میاشته کې له سیاسي فعالیتونو څخه د مقتدا صدر د پرېکون اعلان، د سیاسي اختلافاتو د پای ته رسولو او اپوزیسیون ته د کابینې د جوړلو د امکاناتو د برابرولو په موخه نه وه بلکي مقتدا صدر په دې خاطر له سیاسي فعالیتونو څخه د څنګ ته کېدو اعلان وکړ چي خپل په سیاسي سیالانو فشار راولي، د نوې کابینې د جوړېدو څخه مخنیوی وکړي او په دې طریقې سره لاره بلواو او ګډوډیو ته هواره کړي.

په وروستیو اونیو کې په پارلمان او د قضایې قوې د سترې شورا په ودانۍ باندې د مقتدا صدر د پلویانو برید هم په دې لړ کې تر سره شوی دی، ځکه چي مقتدا صدر د بلواو او لمسون له لارې غواړې امتیازات تر لاسه کړي، مقتدا صدر تېره ورځ بیا ځلي له سیاست سره د پرېکون اعلان وکړ خو له خپلو پلویانو نه دی غوښتی چي له بلواو څخه لاس واخلي بلکې په دې طریقې سره لا هم خپل پلویان د بلواو او ګډوډیو د دوام لپاره هڅولی دی.

بله مساله دا ده چي د صدر سیاسي بهیر په تیرو اونیو کې په عراق کې داسي لوبه شروع کړې ده چي د امله یې خپل سیاسي متحدین او ملګري یې هم د لاسه ورکړي دي، د عراق د قضایي شورا په ودانۍ برید او له ۲۰۰۳ میلادي کال را په دې خوا د حکومتولی په زمینه کې د ټولو فعالو سیاسي ګوندونو د څنګ ته کېدو غوښتنه هغه موضوعګانې دې چي  د مقتدا صدر د بهیر د ملاتړ سیاسي ګوندونو د خواشینی سبب ګرځېدلي دي، د اهل سنت سیاسي ائتلاف چي له مقتدا صدر سره یې سازو باز کړی و، د مقتدا صدر په وروستیو اقداماتو نیوکې کړې دي.

اوس بیا د مقتدا صدر له اقداماتو څخه د ایت الله حائرې نیوکې د صدر بهیر د لا کمزوره کېدو سبب شوی دی او په مقتدا صدر باندې یې فشار زیات کړی دی، په عملي ډګر کې د صدر بهیر له پوره ناکامی سره مخامخ شوی دی. داسي موضوع چي د مقتدا صدر لپاره د منلو نه ده.

وروستۍ مساله دا چي د صدر د پلویانو د تیري ورځې اقدامات، او تاوتریخوالو ته لمن وهل د صدر د بهیر د ملاتړو سیاسي ډلو او د عراق د شخصیتونو لپاره د منلو وړ نه دی او یوازې د بعث په څېر ورانکار بهیرونه او د داعش ترهګره ډله ورڅخه ګټه پورته کوي، په ښارونو کې بلواو ته لمن وهل سره له دې چي د عراق ولس ته یې زیانونه اړولي خو د مقتدا صدر د سیاسي بهیر ګټې هم تامین کړي نه دي بلکې د عراق ځمکني بشپړتیا یې هم له خطرې سره مخامخ کړې ده.

 

 

ټیګونه