سعودي عربستان یوه میرمنه ۴۵ کاله زنداني کړه
(last modified Thu, 01 Sep 2022 01:28:48 GMT )
Sep 01, 2022 05:58 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان یوه میرمنه ۴۵ کاله زنداني کړه

رویټرز خبري اژانس وايي د بشري حقوقو یوې ډلې خبر ورکړ چې په سعودي عربستان کښې د فعالانو او د متفکرانو د ځپلو په یوه نوي مورد کښې یوه میرمنه په ټولنیزو رسنیو کښې د خپلو نظرونو د بیانولو په تور پینځه څلویښت کاله په بند محکومه شوه.

سعودي عربستان د بشري حقوقو په موضوع کښې توره دوسیه لري او په تیرو کلونو کښې له قانون د ورهاخوا د خلکو د اعدام کولو ، د شکنجه کولو ، د نیولو، د خلکو د بې درکه کولو او د سیاسي او د بشري حقوقو د فعالانو د نیولو او د دیني اقلیتونو د جایزو غوښتنو د ځپلو په هکله ډیر راپورونه ایشوا شوي دي.

د سعودي عربستان میرمنه نورا بنت سعید القحطاني په تیرو ورځو کښې د سعودي عربستان د ځانګړي جنايي محکمې لخوا د سعودي ټولنې د اصولو د خلاف ورزۍ کولو لپاره له اینټرنیټ څخه د استفادې کولو او له ټولنیزو رسنیو په استفادې سره په عمومي قواعدو باندې د سترګو د پټولو په دلیل په پینځه څلویښت کاله بند محکومه شوي ده.

دغه راز د سعودي عربستان څلرویشت کلنه میرمنه سلمی الشهاب هم په ټویټر پاڼې باندې د خپل نظر د څرګندولو په دلیل پینځه دیرش کاله په بند محکومه شوي ده.

په سعودي عربستان کښې دیکتاتور حکومت ټینګ دی او خلک د بیان او د مذهب هیڅ ازادۍ نلري او په کوچنۍ خبره خلک نیول  کیږي شکنجه کیږي او بیا اعدامیږي هم.

 

ټیګونه