د فلسطین کورواکه تشکیلات دې دفلسطینیوشهیدانو وینو ته وفاداره ووسي
د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو امنیتی ادارو پرون مصعب اشتیه او عمید طبیله نیولي چې په نابلس ښار کې د فلسطینیو ځوانانو د پراخو اعتراضونو سبب شوي دی.
د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ د دوو فلسطینیانو په نیولو کې د کورواکه تشکیلاتو په اقدام سختې نیوکې وکړې.
د فلسطین د کورواکه تشکیلاتو امنیتی ادارو پرون مصعب اشتیه او عمید طبیله نیولي چې په نابلس ښار کې د فلسطینیو ځوانانو د پراخو اعتراضونو سبب شوي دی.
شهاب خبری آژانس راپور ورکړی، د فلسطین داسلامی جهاد غورځنګ یوه چارواکي ماهر الاخرس ووئيل،د کورواکه تشکیلاتو دامنیتي ځواک په لاس د فلسطینیو ځوانانو نیولل دشرم وړ خبره ده.
الاخرس زیاته کړې ده ،د فلسطین ملت او مقاومتي ځواک دصهیونیسټ رژيم په خدمت رسونې کې د فلسطین دکورواکه تشکیلاتو دامنیتي ځواک چلندونه نشي منلی.
له دې مخکې هم د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس ، د وو مبارزو فلسطینیو ځوانانو په نیولو کې د محمود عباس په مشرۍ د کورواکه تشکیلاتو دامنیتي ادارو اقدام دتشکیلاتو په ټندې د بې ننګۍ داغ بللی دی. دوي دغه راز وئيلي ديدکورواکه تشکیلاتو مسئولان دې دفلسطین دمقاومتي مبارزانو ترڅنګ ووسي او د شهیدانو وینو ته دې وفاداره شي.