عربستان کښې د اعدامونو په وړاندې چپتیا جایزه نه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i123870-عربستان_کښې_د_اعدامونو_په_وړاندې_چپتیا_جایزه_نه_ده
د بحرین د اسلامي جمعیت غړي شیخ عبد الله الصالح ټینګار وکړ، دا څه چې نن سبا په سعودي عربستان کښې روان دي، له سوچ او فکر وتلي کارونه دي او د دغو جنایتونو په هکله چپه خوله نه شو پاتې کیدلې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 22, 2022 04:05 Asia/Kabul
  • عربستان کښې د اعدامونو په وړاندې چپتیا جایزه نه ده

د بحرین د اسلامي جمعیت غړي شیخ عبد الله الصالح ټینګار وکړ، دا څه چې نن سبا په سعودي عربستان کښې روان دي، له سوچ او فکر وتلي کارونه دي او د دغو جنایتونو په هکله چپه خوله نه شو پاتې کیدلې.

د بحرین د اسلامي جمعیت غړي شیخ عبد الله الصالح ټینګار وکړ، دا څه چې نن سبا په سعودي عربستان کښې روان دي، له سوچ او فکر وتلي کارونه دي او د دغو جنایتونو په هکله چپه خوله نه شو پاتې کیدلې.

د بحرین د اسلامي عمل جمعیت مرستیال مشر شیخ عبدالله الصالح وویل: په روان ۲۰۲۲ کال کښې ترټولو زیاتې د مرګ سزاګانې او اعدامونه په سعودي عربستان کښې ورکړې شول چې د باور وړ نه دي. دغه رژیم وینه بهول غواړي، د انسانانو کرامت ختموي، ماشومان وژني او غواړي په سعودي عرب کښې د بیان آزادي او سوچ ختم کړي، غواړي چې ټول الهي ارزښتونه او نړیوال عُرف له مینځه یوسي، نو د دې کارونو په هکله غلې نه شو کښیناستې.

هغه څرګنده کړه: د عربستان رژيم هغو ماشومانو، ښځو او بوډاګانو ته د اعدام او مرګ سزا ورکوي چې هیڅ جرم او جنایت یې نه دی کړی او یوازې خپل افکار یې بیان کړي دي.

د ویلو ده چې د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د دغه هیواد د ولس ځپلو ته دوام ورکوي او غواړي هغه لسګونه سیاسي زندانیان چې زیاتره د قطیف سیمې خلک دي، اعدام کړي.