د اسرائيلو سرطاني غوده بایدد اسلامی ا مت له مینځه لیرې شي
(last modified Wed, 30 Nov 2022 09:47:28 GMT )
Nov 30, 2022 14:17 Asia/Kabul
  • د اسرائيلو سرطاني غوده بایدد اسلامی ا مت له مینځه لیرې شي

هغه څه چې  نن سبا په اسلامی نړۍ کې پيښږي، د دوو لویو مشکلاتو په خاطر دي ، یو  استکبار چې  په نظري اړخ کې د لیبررالي ارزښتونو تبلیغ  تعقیبوي  او هیڅ ډول دیني ارزښتونو ته پابند  نه دی او ځان ته د الهي حدودو د خلاف ورزۍ ولو اجازت ورکوي  اوپه عملی اړخ کې  هم د مستضعفینو د شتمنیو په نغرلو او او د خپلو ګټو په ترلاسه کولو پسې دی.

د اسلامی مذهبونو د نزدیکت  دنړیوالې ټولنې عمومی منشي حجةالاسلام حمید شهریاري د؛ مع فلسطین؛ په  عنوان سره په نړیوال سمینار کې  چې  دفلسطین له ولس سره د پيوستون دنړیوالې ورځې سره په یووخت د وبینار له لارې ترسره شوه،ووئيل،د اسلامی تمندن دتفکر په تولید او داسلامی هیوادونو د اتحادئې په جوړولو سره،باید د اسرائيلو سرطانه غوده د اسلامی  امت له مینځه لیرې کړئ شي.

مهر خبری آژانس راپور ورکړ،حمید شهریاري په خپلې وینا کې ووئيل هغه څه چې  نن سبا په اسلامی نړۍ کې پيښږي، د دوو لویو مشکلاتو په خاطر دي ، یو  استکبار چې  په نظري اړخ کې د لیبررالي ارزښتونو تبلیغ  تعقیبوي  او هیڅ ډول دیني ارزښتونو ته پابند  نه دی او ځان ته د الهي حدودو د خلاف ورزۍ ولو اجازت ورکوي  اوپه عملی اړخ کې  هم د مستضعفینو د شتمنیو په نغرلو او او د خپلو ګټو په ترلاسه کولو پسې دی.

 د اسلامی مذهبونو د نزدیکت  نړیوالې ټولنې عمومی منشي زیاته کړه ، د اسلامی نړۍ بل مشکل د اسرائيلو سرطاني غوده ده چې  دمسلمانانو او اسلام په ضد ئې توره اوښکلي ده او مسلمانان ئې له خپل ټاټوبي ویستلي  دي او  د وي ته دخپلو عبادتونو دترسره کولو  اجازت هم نه ورکوي او د فلسطین د ولس لپاره ئې ډير زیات مشکلات او ترینګلتیاوې رامینځةکړي دي  او قدس شریف ئې غصب کړی دی .شهریاري دغه راز ووئيل،  امریکا په افغانستان کې  پخپل شل کلن شتون سره ، ددغه  هیواد ډيرې شتمنۍ او کانونه ونغرل  او خپلې ګټې ئې تعقیب کړې او  ه یواد ئې په ډيرو زیاتو اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري  مشکلاتو له ستر پيټي سره پریښود او  ورڅخه ووتل.

هغه همداراز یادونه وکړه،د  اسلام له دښمنانو سره ددوستۍ خطرناک تفکر په اجرا دی او له بده مرغه د اسلامی  هیوادونو ډیری واکوالان هم دا تعقیبوي ، حال دا چې  ورسره مقابله  پخپلو کې له ملګرتیا او په مسلمانانو کې له پيوستون پرته  ممکنه نه ده. د نومبر ۲۹نیټه د فلسطین له ملت سره د پیوستونو نړیواله ورځ ده او عرب او مسلمان ملتونه د فلسطین له ولس سره پیوستون  اعلانوي  او د نیواکګر رژيم درستې پروژې  او داړیکو عادي کول ئې ناکام کړي دي .

 

ټیګونه