امریکاد ترهه ګرو ډلو بشپړ ملاتړ کوي
(last modified Thu, 01 Dec 2022 08:41:06 GMT )
Dec 01, 2022 13:11 Asia/Kabul
  • امریکاد ترهه ګرو ډلو بشپړ ملاتړ کوي

د ترکیې خارجه وزیر  خپل ځيني متحدان په تیره بیاامریکا  له ترهه ګروډلو په ملاتړ تورنه کړه.

ترکیې د نومبر ددیارلسمې نیټې له ترهه ګرې چاودنې وروسته  چې شپږ کسان پکې مړه او اتلس نور ټپیان شوي وو،،  له ترهه ګروډلو څخه  د واشنګټن دملاتړونو په دلیل ئې  د امریکا دتسلیّت او خواخوږۍ پیغام ونه مانۀ. واشنګټن په سورئې کې  له ترهه ګرو ډلو څخه  ملاتړ کوي او ترکیه ای چارواکي هم وخت په وخت  دغه تورونه تکراروي.

ټي آرټي ټيلیویژنی چینل راپور ورکړ، د ترکیې  خارجه وزیر چاووش اوغلو پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې ووئيل،په سورئې کې  له ترهه ګرو ډلو دځينو متحدانو په تیره بیا دامریکا ملاتړ ښکاره دی  او یو  ځل بیا ټينګار کوو چې دغه ملاتړونه باید ختم شي.

ترکیې له ترهه ګرو ډلو په تیره بیا د کردستان له کارګر ګوند(پي کې کې)څخه دملاتړ غوڅيدا په ناټو موسیسې کې ددغه هیواد له غړیتوب سره د موافقې د شرط په توګه مطرح کړی  او دسویډ چارواکو دخپلې غوښتې د پوره کیدا لپاره  انقرې ته ژمنې ورکړي دي.

دترکیې ډيپلوماټ  چې پرون ئې په بخارسټ کې د ناټو موسیسې په غونډې کې ګډون کړی ؤ، له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې ئې دسویډ ژمنو او کړچارونو ته په اشارې سره، له امریکا سره دغه هیواد پرتله کړی او وئيلي ئې دي ،په ناټو کې د سویډ د غړیتوب له موضوع چې ورتیر شو، وینو چې ددغه هیواد نوی حکومت  له ترهه ګرسره د مبارزې په زمینې کې  کلک هوډ لري.. د وئيلو ده د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان حتی  په استانبول کې له بم چاودنې مخکې  امریکا دسورئې په شمال کې  کرد وسلوالو ډلو ته د وسلو په ورکولو تورنه کړې وه.

 

ټیګونه