په تیرو۲۴ساعتونو کې پنځه فلسطینیان شهیدان شول
(last modified Fri, 09 Dec 2022 01:08:42 GMT )
Dec 09, 2022 05:38 Asia/Kabul
  • په تیرو۲۴ساعتونو کې پنځه فلسطینیان شهیدان شول

د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشي زیاد النخاله د صهیونیسټانو د وروستیو جنایتونو په غبرګون کې ووئیل،  هماغه شان  دخپل حق لپاهر مبارزه کوو ،فلسطینی مجاهدینو د لویدیځي غاړې د نیولو او د دغې سیمې دیهودي کولو   لپاره ئې  دصهیونیسټانو خوبونه نیمګړي کړي دي .

شهاب خبری سایټ راپور ورکړ، د فلسطین د اردن سین په لویدیځي غاړې کې  په رام ا... لویدیځ کې یو بل فلسطینی هم د وحشي صهیونیسټانو په ډزو کې شهید شو  او دغه راز په تیر شواروز کې داپنځم فلسطینی دی چې د وحشي ډوله صهونیسټي عسکرو په ډزو کې شهید شوی دی.

 صهیونیسټي پوځيان مدعي دی چې دغه کس د هغوي په لور لاسي بم او کاڼي ویشتي دي او په همدې دلیل  ئې پر هغه مستقیمې ډزې کړي، په دغو ډزو کې دوه نور کسان هم ټپیان شوي دي.

په راپور کې وئيل شوي دي  چې  پرون سهار هم په جنین کیمپ د صهیونیسټي پوځيانو په حملې کې درې فلسطنیان شهیدان شوي دي ،دغه راز د چارشنبې په شپه  هم په رام ا... کې د وحشي صهیونیسټانو په ډزو کې شهید شوی ؤ.

داپه داسې حال کې دي چې د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشي زیاد النخاله د صهیونیسټانو د وروستیو جنایتونو په غبرګون کې ووئیل،  هماغه شان  دخپل حق لپاهر مبارزه کوو ،فلسطینی مجاهدینو د لویدیځي غاړې د نیولو او د دغې سیمې د یهودي کولو   لپاره ئې  دصهیونیسټانو خوبونه نیمګړي کړي دي .

همداراز د د فلسطین د حماس غورځنګ یوه مشر اسماعیل رضوان هم ووئیل، د فلسطین درستې مبارزې ډلې په یوې واحدې جبهې کې  له تیریګرو صهیونیسټانو سره  مقابله کوي او دخپل حق د ترلاسه کولو پورې به خپلې دغې مبارزې  ته د وام ورکړي.

 

ټیګونه