د بحرین انقلابی ولس د شیخ علی سلمان په بندی کیدا بیا مظاهرې پیل کړې
(last modified Sun, 25 Dec 2022 10:37:08 GMT )
Dec 25, 2022 15:07 Asia/Kabul
  • د بحرین انقلابی ولس د شیخ علی سلمان په بندی کیدا بیا مظاهرې پیل کړې

د بحرین انقلابی ولس،ددغه هیواد د ملی اسلامی غورځنګ دعمومی منشي شیخ علی سلمان د زنداني کیدا په اومې کلیزې کې سترې مظاهرې وکړې.

شیخ علی سلمان د بحرین د ولسی انقلاب یو رهبر دی چې د ۲۰۱۴کال ددسمبر په اته ویشتمه نیټه د بحرین سترې محکمې هغه د قطر لپاره د جاسوسۍ په تورونو په عمری بند محکوم کړی دی، یوه داسې فیصله چې هیڅ اعتراض پرې  نه شي کیدلی.

المیادین ټيلیويژنی چینل  راپور ورکړ، دبحرین پلازمینه  منامه  له پرون راهسې د بحرین د ملی اسلامی غورځنګ دعمومی منشي شیخ علی سلمان دبندي کیدا د اتمې کلیزې په درشل کې له هغه سره د پیوستون  داعلان لپاره  مظاهرې پیل کړي دي.

ددغه راپور په اساس، دمنامې په لویدیځ کې  په مظاهرې کې ګډون کونکو همداراز له صهیونیستي رژيم سره د اړیکو له عادي کیدا سره پر مخالفت او د فلسطین له آئيډیاؤ څخه  پر ملاتړ هم ټينګار وکړ.

دبحرین خلکو  په دغو مظاهرو کې یوه بل ته لاسونه ورکړي او په شعارونو ورکولو  سره ئې شیخ علی سلمان سره ژمنه وکړه چې  هغه به هیڅکله هم یوازې پرې نه ږدي.

همداراز مظاهره چیانو چې وئیل کیږي،د بحرین په نورو ښارونو کې هم په ترسره کیدا دي ،له شیخ علی سلمان سره د پيوستون د شعارونو په پورته کولو سره ئې پلې کارډونه هم پورته کړي  چې پر هغوي ئې  له نیواکګرانو سره داړیکو د عادي کولو له سپير اقدام سره  خپل مخالفت اعلان کړی دی،دوي ټينګار کوي چې د فلسطین آئيډیاؤ ته به تر تل پورې پابنده وي.

 

ټیګونه