د نتانیاهو د سرزوري کابینې وزیر په الاقصی جومات یرغل وکړ
(last modified Tue, 03 Jan 2023 08:25:20 GMT )
Jan 03, 2023 12:55 Asia/Kabul
  • د نتانیاهو د سرزوري کابینې وزیر په الاقصی جومات یرغل وکړ

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د صهیونیسټ رژیم د کورني امنیت نوي وزیر ایتامار بن ګویر په خپلې لومړۍ کاري اونۍ کښې له یوشمیر نورو صهیونیسټانو سره یوځاې په یوه لمسونکي اقدام کښې په الاقصی جومات یرغل وکړ.

صهیونیسټي رسنیو له دې مخکې په راتلونکو څو ورځو کښې په الاقصی جومات باندې د یرغل لپاره د ایتامار بن ګویر د ارادې خبر ورکړی و او لیکلي یې دي چې د نیواکګر رژیم پولیس یې له خپلې ارادې خبر کړي دي او له دې مخکې یې هم د نوي کابینې د لوړې په دستورو کښې په وینا کښې ټینګار وکړ چې په الاقصی جومات به یرغل وکړي.

د صهیونیسټ رژيم د کورني امنیت نوي وزیر ایتامار بن ګویر د صهیونیسټ رژیم د پوځیانو په ملاتړ سره نن سهار له یوشمیر صهیونیسټانو سره یوځاې په الاقصی جومات یرغل وکړ.

دا په داسې حال کښې دي چې د صهیونیسټ رژیم دولسم ټیلي ويژن وویل ملګروملتونو او مصر د اسرائیلو رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ته په یوه پیغام کښې خبرداری ورکړ چې په الاقصی جومات باندې د بن ګویر د تیري په بڼه کښې به له ستر مشکل سره مخامخ شي او هیڅ قدرت به د  فلسطین د حماس غورځنګ د غبرګون مخه ونیسي.

د صهیونیسټ رژيم یوې رسنۍ راپور ورکړ چې د فلسطین حماس غورځنګ د مصر او د ملګروملتونو له لارې په الاقصی جومات باندې د یرغل لپاره د نتانیاهو د کابینې د کورني امنیت د وزیر ایتماربن ګویر د ارادې په هکله صهیونیسټ رژیم ته له خبرداري ډک او له سختې لهجې ډک پیغام ورسوه.

 

ټیګونه