اسرائيل دې د فلسطینیانو په ضدلمسونکي اقدامات ودروي
دچین خارجه وزیر د فلسطین د مسئلې له عادلانه حل څخه په ملاتړ کې د مصر د رول قدرونه وکړه او وې وئيل ،د فلسطین په موضوع کې دعادلانه حل لارې دموندلو لپاره له مصري لوري سره دملګرتیا دوام ته لیواله یوو.
د چین خارجه وزیر پر صهیونیسټ رژيم غږ وکړ، به سیمې کې د حالاتو د لاترینګلتیاؤ دمخنیوي په خاطر دې د فلسطنیانو په ضد په تیره بیا په نیواکي قدس ښار کې لمسونکي اقدامات ودروي.
سپوټنیک خبری آژانس راپور روکړ،د چین خارجه وزیر چین ګانګ، دمصر به قاهرې کې د دغه هیواد له خارجه وزیر سامح شکري سره په ګډ خبری کنفرانس کې د چین د ولسمشر شی جین پينګ له قوله ووئيل، هغه تاریخي ظلم چې د فلسطین خلک ورڅخه کړیږي، باید په نامحدود ډول دوام ونه کړي او باید د فلسطینیانو روا حقوق له خطرې سره مخ نشي او د فلسطین خپلواکه هیواد زرترزره جوړ شي.
د چین خارجه وزیر په نیواکي ټاټوبو کې په تیره بیا د صهیونیسټي رژيم د لومړي وزیر بین یامین نتن یاهو د کابینې واک ته له رسیدا وروسته د ورسوتیو تاؤتریخوالو زیاتیدا ته د بیجینګ د نظر په باب ووئيل، په ورستیو وختونو کې تاؤټریخجن حالات لاترینګلي شوي او په دې اړه ډير اندیښمن یوو. د چین خارجه وزیر همداراز د فلسطین د مسئلې له عادلانه حل څخه په ملاتړ کې د مصر د رول قدرونه وکړه او وې وئيل ،د فلسطین په موضوع کې دعادلانه حل لارې دموندلو لپاره له مصري لوري سره دملګرتیا دوام ته لیواله یوو.