سعودي عربستان د لومړي ځل لپاره یوه ښځینه ستور مزلې فضا ته استوي
Feb 13, 2023 18:23 Asia/Kabul
د سعودي عربستان حکومت وایي، چې ډیر ژر به د لومړي ځل لباره یوه ښځینه ستور مزلې د دې هېواد د یوه نارینه ستور مزلي په ملتیا فضا ته واستوي.
سعودي عربستان د لومړي ځل لپاره یوه ښځینه ستور مزلې فضا ته استوي
د سعودي عربستان حکومت وایي، چې ډیر ژر به د لومړي ځل لباره یوه ښځینه ستور مزلې د دې هېواد د یوه نارینه ستور مزلي په ملتیا فضا ته واستوي.
د سعودي عربستان د فضایي چارو کمیسیون په رسمي ټویټر کې خبر ورکړی چې د رینا برناوي په نوم د دې هېواد ښځینه ستور مزلې به د سعودي د نارینه ستور مزلي علي القرني سره یو ځای د روان کال په دویمې نیمايي کې نړیوال فضایي سټیشن یا ISS کې ماموریت ترسره کړي.
دوی زیاته کړې چې فضا ته دغه الوتنه به له امریکا څخه ترسره شي.