د اسرائیل د رژیم په فوځ کې خپلمنځي اختلافات
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i128868-د_اسرائیل_د_رژیم_په_فوځ_کې_خپلمنځي_اختلافات
د اسرائیل د رژیم د هوایي ځواکونو د کوماندو واحد له نتانیاهو سره په مخالفت کې خپلې دندې پرېښې دي.
(last modified 2023-03-02T07:08:31+00:00 )
Mar 02, 2023 11:36 Asia/Kabul
  • د اسرائیل د رژیم په فوځ کې خپلمنځي اختلافات

د اسرائیل د رژیم د هوایي ځواکونو د کوماندو واحد له نتانیاهو سره په مخالفت کې خپلې دندې پرېښې دي.

په صهیونیست رژیم کې د نتانیاهو له واکمنېدو وروسته، دغه رژیم کې اختلافات په بې سارې توګه زیات شوي او هره ورځ مظاهرې کیږي، دغه اختلافات اوس تر فوځ او وسله والو ځواکونو پورې هم رسېدلي دي چی ممکنه د کورني جنګ لامل شي.

د اسرائیل د رژیم د هوایي ځواکونو کمانډویانو ویلي چي دغه رژیم په یوه ډیکټاټورۍ باندې بدله شوې نو ځکه خپلو دندو ته نه تیاریږي.

له دې مخکې د اسرائیل د رژیم یو شمېر ذخیره ځواکونو هم نتانیاهو سره په مخالفت کې له خدمت څخه سرغړونه کړې وه،

یادو ځواکونو د اسرائیل د فوځ د استخباراتو او د هوایي دفاع د څانګو افسران هم شامل دي.