له ایرانه د ویرولو د پروسې په دوام،په لویدیځي آسیا کښې د امریکا د پوځي شتون دسیسې
(last modified Tue, 07 Mar 2023 10:22:11 GMT )
Mar 07, 2023 14:52 Asia/Kabul
  •  له ایرانه د ویرولو د پروسې په دوام،په لویدیځي آسیا کښې د امریکا د پوځي شتون دسیسې

لویډآستین ووئيل،مونږ په  کرتو او کرتو وئيلي دي او خپلو متحدانو ته مو ډاډ ورکړی دی چې ټاکل شوې ده ،دلته به تر اوږدمهاله مودې پورې پاتې شو.دا یوه مهمه سیمه ده نه یوازې د مونږ لپاره بلکې د درستې دنیا لپاره مهمه ده.

د امریکا جنګ وزیر لویډ آستین د دوشنبې په ورځې لویديځي آسیا ته دخپل سفر په دوام کې  داردن په پلازمینې امان کې د ایران او روسیې ترمینځ د  نه تصوّر وړ پوځي اړیکو په باب خبر داری ورکړ او هڅه  ئې وکړه په لویدیځي آسیا کې  دخپل  هیواد متحدانو ته ډاډ ورکړي  چې واشنګټن  به دغې سیمې ته د اوږدې مودې لپاره ژمن پاتې شي.

لویډآستین ووئيل،مونږ په  کرتو او کرتو وئيلي دي او خپلو متحدانو ته مو ډاډ ورکړی دی چې ټاکل شوې ده ،دلته به تر اوږدمهاله مودې پورې پاتې شو.دا یوه مهمه سیمه ده نه یوازې د مونږ لپاره بلکې د درستې دنیا لپاره مهمه ده.

ټاکل شوې ده د امریکا جنګ وزیر له اردن وروسته مصر او نیواکي فلسطین ته هم سفرونه وکړي.دغه دوه هیوادونه او صهیونیسټ رژيم،په لویدیځي آسیا سیمې کې د امریکا پوځي متحدان حسابیږي.لویډ آستین دهغه څه په باب چې د امریکائي چارواکو له خوا د؛ایران ګواښ؛بلل کیږي،د اردن، مصر او اسرائيلو  له چارواکو سره خبرې کوي.د لویدیځي سرچینو په وینا،د امریکا ددفاع وزیر د پړاویز سفر څخه موخه،له چین سره د امریکاد سیالۍ په اوج کې خپلو سیمه ایزو  متحدانو امنیت ته د واشنګټن د پابندۍ په باب ډاډ وړاندې کول دي  . امریکا دمګړئ په درستې لویدیځي آسیا سیمې کې درې زره څلور سوه  پوځيان دیره کړي او مصر،اردن او صهیونیسټي رژيم  له واشنګټنه ترتولو زیاتې پوځي مرستې ترلاسه کوي .ددې په ترڅ کې چې امریکا د فارس خلیج په حوزې کې له ډيرو زیاتو پوځي مرکزونو په شتون سره زیات پوځي شتون لري .د سنټګام ترهه ګرځ واک پخواني قوماندان جنرال فرانک مک کنزي  وائي،  زه فکر کوم دغه سفر د هغه فرصت یو ښه مثال دی چې په دوامدار ډول په میدان کې حاضرو کسانو ته دا خبره اعلان کړو چې تر  اوسه پورې د مونږ لپاره مهم  یاستئ.

په لویدیځي  آسیا کې  د ځپل پوځي ځواک  د دیره کیدا د دوام لپاره  دامریکا اصلی پلمه،د متحده ایالاتو د سیمه ایزو شریکانو په ضدپه سیمې کې  د ایران  او دهغو دمتحدانو له خوا  دګواښ  ادعاده.دا موضوع له ایرانه د ویرولو په نامې سره د یوې پروسې په چوکاټ کې  مودې مودې کیږي چې  له یوې خوا په لویدیځي آسیا په تیره بیا په فارس خلیج کې  د پوځي شتون دتوجیه لپاره او  له بل پلوه  د سیمې په هیوادونو دلسګونو میلیارډونو ډالرو په ارزښت د وسلو د خرڅولو  لپاره د واشنګټن  اصلي لاسوند دی.د سټاکهم  د سولې د څيړنیزې نړیوالې موسیسصې  د راپور په اساس،امریکا سعودي عربستان او متحده عربی اماراتو ته د وسلو تر ټولو لوي صادرونکی  دی . په حقیقت کې په فار س خلیج کې د امریکا پوځي شتون او په سیمې کې ئې لسمؤنکي اقدامات، په فارس خلیج  سیمې کې  د امنیتی ګواښونو ترټولو لویه سرچینه ده،ددې په ترڅ ک ې چې د واشنګټن دوه سیمه ایز متحدان،یعني عربستان او امارات  تر اوسه پورې په یمن کې ئې خپلو ورانکارو  اقداماتو ته  دوام ورکړی دی او صهیونیسټ رژيم  هم د سورئې  په ضد ډيرې زیاتې  او دومدارې حملې کوي او په عین حال کې په دوامدار ډول د  ایران په ایټمي تاسیساتو د هوائي حملو ګواښ  هم کوي.

Image Caption

 

اوس له ایرانه د ویرونې د پروسې په چوکاټ کې د جوبایډن د حکومت لوړپوړي سیاسی او پوځي چارواکو  اوس  ،نوي ادعا یعني  د ایران او  روسیې د زیاتیدونکي وسلوالو او پوځي ملګرتیاؤ ادعا مطرح  کړې ده څو په دې توګه  خپل سیمه ایز متحدان  په اوکراین جنګ کې د لویدیځ له جنګ غواړو اقداماتو څخه د ملاتړ او له کی ایف سره په مالی او پوځي مرستو  کې له لویدیځي هیوادونو سره مشارکت ته وکاږي.

د امریکا جنګ وزیر د دوشنبې په ورځې وئيلی دي،هغه کار چې ایران ئې کوي، واقعا د تصّور وړ نه دی. دوي په اوکراین کې له درونز څخه له استفادې سره په یووخت  لازیاتې تجروبې ترلاسه کوي او دا موضوع د سیمې لپاره ښه نه ده:: لویدیځي چارواکو له دې مخکې د ایران او روسیې ترمینځ  ددفاعي اړیکو په پراختیا اندیښنه ښودلې  او مدعي شوي   چې ایران  د اوکراین په جنګ کې د استفادې لپاره یو شمیر ډرونز  روسیې ته ورکړي دي .البته تهران دغه ادعاګانې په زغرده رد کړي دي.

په  عین حال  کې  په لویدیځي آسیا  کې د شتوند دوام په باب  د ا مریکا د دفاع وزیر پشمول  ددغه هیواد د چارواکو  څرګندونې په داسې حال کې مطرح شوي چې واشنګټن  په تیرو کلونو کې له چین سره  د سیالۍ په نتیجې کې  عملا  د لویدیځي اسیا پشمول  ددنیا نورو سیمو ته خپله توجه کمه کړې او پر اینډو پسفیک سیمې (آرام هند) چې ډيره پراخه سیمه ده ،او په یویشتمې پيړۍ کې  د نړیوال اقتصاد او سیاست  مرکز حسابیږي،تمرکز کړی دی .

 

 

ټیګونه