د صهونیستي رژیم درې پوځیان وژل شوي
(last modified Sun, 04 Jun 2023 09:40:32 GMT )
Jun 04, 2023 14:10 Asia/Kabul
  • د صهونیستي رژیم درې پوځیان وژل شوي

را پورونه وایي، د مصر له نیواکګرو سیمو سره په سرحد کې د ډزو په پایله کې د صهونیستي رژیم درې پوځیان وژل شوي دي.

د صهونیستي رژیم درې پوځیان وژل شوي

را پورونه وایي، د مصر له نیواکګرو سیمو سره په سرحد کې د ډزو په پایله کې د صهونیستي رژیم درې پوځیان وژل شوي دي.

رسنیو د صهونیستي رژیم له قوله لیکلي چې یاد پوځیان یې د یوه وسله وال کس د ډزو په پایله کې تېره شپه وژل شوي او یو شمېر نور یې ټپيان شوي هم دي.

دوی په وژل شویو کې یوه ښځنیه او دوه نارینه پوځیان بللي او زیاته کړې چې برید د یوه مصري پولیس لخوا ترسره شوی چې د جګړې پر مهال هغه هم وژل شوی او د پېښې له ځایه وړاندې یې جسد موندل شوی دی.

په دې وروستيو اوونيو کې دغه رژيم په پرله پسې ډول پر غزې او لويديځه غاړه بريدونه وکړل چې په ترڅ کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون په لسګونو تنه شهيدان او ټپيان شول.

ټیګونه