د فلسطین مقاومت، صهیونیسټي رژیم ته دردناکه ضربه ورکړه
د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر ټینګار کړی، چې دغه عملیات د مقاومت د ځواکونو د چمتووالي ښودنه کوي چې دښمن ته په مناسب وخت او ځای کې د هغوی جنایتونو ته ځواب ووایي.
د المنار د شبکې د خبر له مخې، د لبنان د حزب الله غورځنګ ټینګار وکړ چې په جنين كمپ باندې د صهيونېسټانو حملې او د فلسطين د خلکو په خلاف د دښمن وحشیانه اقدامات او په دغه كمپ باندې د هغوی پرله پسې يرغلونه د غندلو وړ دي او په جينين كې د مقاومت د ځواكونو له زړورتيا بايد ستاینه وشي.
حزب الله دې ته په اشارې سره چې د مقاومت ځواکونو، نیواکګر پوځیان حیران کړي او هغوی ته یې سخت ګوزار ورکړی، ټینګار وکړ، هغه عملیات چې د مقاومت ځواکونو په رام الله کې د صهیونیسټانو په «عیلي» ښارګوټی کې ترسره کړل د ستایلو وړ دي.
د لبنان حزب الله د دې په بیان سره چې دغه عملیات د مقاومت د ځواکونو د چمتووالي ښودنه کوي چې دښمن ته په مناسب وخت او ځای کې د هغوی جنایتونو ته ځواب ورکړي.