مصر او ترکیې هم خپلې ډيپلوماټيکې اړیکې بیرته پیل کړې
(last modified Wed, 05 Jul 2023 00:53:10 GMT )
Jul 05, 2023 05:23 Asia/Kabul
  • مصر او ترکیې هم خپلې ډيپلوماټيکې اړیکې بیرته پیل کړې

انقرې او قاهرې له دیارلسو کلونو وروسته ، د سفیرانو په مبادلې سره خپلې  ډيپلوماټيکې اړیکې بیرته پیل کړې .

د ترکیې اومصر  اړیکې  په ۲۰۱۱کال کې  په ځينو عربو هیوادونو کې د اسلامی ویښتیا په نامې سره له اعتراضونو او  له اخوان المسلمین څخه د انقرې د ملاتړ د  موضوع  په سر له جنجال  وروسته ددواړو اختلافات   سره زیات شول او په نهایت کې ئې رسمي اړیکې هم غوڅې شوې.

له یوې لسیزې تاؤتریخوالي وروسته  انقرې تیر کال  له قاهرې سره د اخپلو اړیکو درغولو هڅه وکړه . دتیر کال د ژمي په وروستیو کې  د ترکیې پخواني خارجه وزیر چاووش اوغلو د مصر له خارجه وزیر سره د لیدو کتو لپاره دغه هیواد ته سفر وکړ.  کابو یوه میاشت مخکې  هم  د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي  او د  ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د  ډيپلوماټيکو اړیکو دعادي کولو او د سفیرانو د مبادلې  لپاره سره موافقه کړې وه.

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ،په قاهرې کې د ترکیې د سفیر په توګه صالح م وتلو شن  او په انقرې کې د مصر د سفیر په توګه هم  عمرو الحمامي معرفي شوي دي.

د ترکیې  خارجه وزیر هاکان فیډن  په دې باب ووئيل،  دسفیرانو له  تبادلې وروسته به د انقرې او قاهرې اړیکې لازر ښې شي. 

 

ټیګونه