عربستان د اوربند له پیلیدو وروسته د ۲۲۲۷ یمنیانو د مرګ ژوبلې مسئول دی
(last modified Wed, 02 Aug 2023 08:29:59 GMT )
Aug 02, 2023 12:59 Asia/Kabul
  • عربستان د اوربند له پیلیدو وروسته د ۲۲۲۷ یمنیانو د مرګ ژوبلې مسئول دی

د یمن انصار الله د سعودي رژیم له خوا د شخړې پرله پسې زیاتیدل وغندل چې د اوربند له پیلیدو راهیسې د صعده ولایت په سرحدي سیمو کښې د ۲ زره ۲ سوه ۲۷ کساو د مرګ ژوبلې سبب شوې دي.

د یمن انصار الله د سعودي رژیم له خوا د شخړې پرله پسې زیاتیدل وغندل چې د اوربند له پیلیدو راهیسې د صعده ولایت په سرحدي سیمو کښې د ۲ زره ۲ سوه ۲۷ کساو د مرګ ژوبلې سبب شوې دي.

د یمن د المسیره چینل د رپورټ له مخې، د یمن انصار ا... ډلې د یمن په شمال لویدیځ کښې د صعده ولایت په سرحدي سیمو کښې د سعودي پوځ د بریدونو له امله د څه باندې ۲ زر ۲۰۰ کسانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی چې د تیر ۲۰۲۲ کال د اپریل په ابتدا کښې د ملګرو ملتو له خوا په دغه هیواد کښې د اوربند د اعلانیدو راهیسې رامینځته شوې ده.

د یمن د ملي نجات حکومت د روغتیا وزارت هم په دې هکله وویل: مونږ د سعودي پوځ دغه بریدونه او شخړې په کلکه غندو.

دغې وزارتخانې زیاته کړه: د صعده ولایت په سرحدي سیمو باندې دسعودي پوځیانو د نیغ په نیغه حملو له امله ۲۹۳ تنه وژل شوي او ۱ زر ۹ سوه ۳۴ کسان زخمي شوي دي.

دغې سرچینې ټینګار کړی چې د یمن د ملکي وګړو خلاف د صعودي پوځ اقدامات د نړیوالو قوانینو له مخې جنګي جنایت ګڼل کیږي.

 

ټیګونه