Sep 06, 2023 14:12 Asia/Kabul
  • د امام حسین ع حسیني اربعین او د شهیدانو د سلار د زیارت د کتلو شوق :-

نن د چهارشنبې ورځ حسیني اربعین دی او د شهیدانو د سلار حضرت امام حسین علیه السلام په میلیونونو مینه والو غوښتل د عراق له نجف ښار څخه تر کربلا پورې لاریون کښې ګډون وکړي.

د ایران اسلامي جمهوریت هم د حسیني اربعین په مناسبت د  پاکستان او د افغانستان د خلکو په تیره بیا د افغانستان مقیمو او غیر مقیمو کډوالو لپاره زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي چې هرڅوک چې کربلا ته د تلو دلچسپۍ لري په ارادې او عزم سره سفر وکړي.

په همدې لړ کښې په افغانستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت زیارتوالو ته مفتې ویزې  ورکړې او د افغانستان او د پاکستان ډیرې زیارتوال د ایران د پوځ او د سپاه پاسداران ځواک په الوتکو کښې د امام حسین علیه السلام د زیارت لپاره کربلا ته واستول شول.

د سیاسي چارو کارپيژاند مولوي مفلح په دې هکله وايي د شیعه مسلمانانو دریم امام حسین علیه السلام په ټوله دنیا کښې د مسلمانانو د وحدت د عشق او د دلچسپۍ مرکز دی.

هغه وايي څه د پاسه زر (۱۰۰۰)کال کیږي چې په ټوله نړۍ کښې مسلمانانو د اهل بیت علیهم السلام د کورنۍ په تیره بیا د حضرت امام حسین علیه السلام تر سیوري لاندې له ظلم او ستم سره مقابله وکړه او نن سبا مسلمانان له بل هر وخت څخه زیات په سرلوړې سره په نړۍ کښې ژوند کوي.

نن ورځ کربلا د حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه د وفاداره ملګرو له ګڼ شمیر مینه والو ډکه ده او زیارتوال په لاره کښې موکبونو او سټالونو ته دریږي او د کربلا د تږي ژبې د شهید په یاد اوبه څښي او بیا د حسین په یاد کښې اوښکې تویوي.

کربلا ته په تلونکو لارو کښې نن زیات خلک موجود دي او هغوې د امام حسین علیه السلام او د حضرت عباس علمدار علیه السلام د زیارتونو ترمینځ لاره کښې سینې وهي او ماتم کوي ځکه چې ټول خلک په زړونو کښې د امام حسین علیه السلام غم لري.

څومره ښکلی نوم دی حسینه او څومره خوږ دی د ستا زیارت کول.

یوشمیر خلک  پلي مزل کوي او یو شمیر خلک په سټالونو کښې په پیالو کښې چای اچوي او یوشمیر نور خلک بیا د خلکو په  امنیت څارنه کوي او په ټولو لارو کښې د امام حسین علیه السلام او د هغه د وفاداره ملګرو په غم کښې ماتم کوي او بوډاګان ، ماشومان، زلمي ، ځوانان او نور کسان ټول روان دي کربلا ته.

امام حسین علیه السلام د شهیدانو سالار او د ظلم او د ستم پرضد د مبارزې بیلګه دی.

دغه خلک راغلي دي چې خپل امام او د هغه ایډیالونو ته لبیک ووايي او یوبل ته وروښيي چې مسلمانان په وحدت او یوه خوله د دښمانانو د ټولو شیطنتونو په مقابل کښې ولاړ دي او د حسینیانو په شان میدان ته ورداخل شوي دي.

په داسې حال کښې چې ګڼ شمیر خلک د امام حسین علیه السلام د نوم په اخیستلو او لبیک یا زهرا ، لبیک یا مهدي ، لبیک یاحسین او لبیک یا عباس په نومونو سره د امام حسین د سپیڅلي زیارت په لور روان دي.

حسیني ولولې د حضرت امام حسین علیه السلام په زیارتوالو کښې د نه بیانولو وړ رواني شرایط رامینځته کړي دي.

د سیاسي مسائیلو کارپيژاند عباس خټک په دې هکله وايي د حضرت امام حسین علیه السلام د مینه والو او د مسلمانانو لاریون د زمانې د هر ډول ظلم ، ستم او جور په مقابل کښې د نړیوال قدرت نندرې ته وړاندې کول دي.

د حج له مراسمو وروسته د شهیدانو د سلار حضرت امام حسین علیه السلام د مینه والو لخوا د  عراق له نجف څخه تر کربلا پورې لاریون د دنیا ترټولو ستره غونډه ده او د مسلمانانو د قدرت نندرې ته وړاندې کول دي او د اسلام دښمانان له دغه چارې ویره لري.

هغو کسانو چې د کربلا د شهیدانو په رکاب کښې یې پښې کیښودلې هیڅکله ظلم او سلطه نه قبلوي.

په هر حال حسیني اربعین د ازادۍ او د خپلواکۍ پیغام راوړونکی دی او اربعین د دې لپاره دی چې انسان پوه شي تل له حسین علیه السلام سره ژوند وکړي.

د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي هم نن په بیرجند سیمه کښې د حسیني اربعین په مراسمو کښې ټینګار وکړ اربعین د ټولو انسانانو لپاره پیغام لري او حضرت امام سجاد علیه السلام او نور امامان راغلل چې عاشورا ژوندۍ پاتې شي او عاشورا د انسان د ژوند  په تاریخ کښې د ټولو بدلونونو سرچینه ده او په بشري ټولنو کښې ټول غورځنګونه او حرکتونه د عاشورا په نوم دي او عاشورا په دنیا کښې د ټولو  حرکتونو او د خوځښتونو سرچینه ده.  

 

ټیګونه