میلیونونو یمنیانو د اسلام د ګران پیغمبر د میلاد جشن ولمانځه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i139158-میلیونونو_یمنیانو_د_اسلام_د_ګران_پیغمبر_د_میلاد_جشن_ولمانځه
د یمن په مختلفو ولایتونو کښې میلیونونو خلکو د اسلام د ګران قدره پیغمبر د میلاد جشن ترسره کړ او د خدا له دښمنانو د برائت شعار یې ورکړ
(last modified 2023-09-27T22:48:29+00:00 )
Sep 28, 2023 03:17 Asia/Kabul
  • میلیونونو یمنیانو د اسلام د ګران پیغمبر د میلاد جشن ولمانځه

د یمن په مختلفو ولایتونو کښې میلیونونو خلکو د اسلام د ګران قدره پیغمبر د میلاد جشن ترسره کړ او د خدا له دښمنانو د برائت شعار یې ورکړ

د المسیره چینل د رپورټ له مخې، د صعده، صنعا، تعز، ذمار، جوف، مارب او المحویت په شمول د یمن په مختلفو ولایتونو کښې پرون د رسول ا... حضرت محمد مصطفی(ص) د نیکمرغه زوکړې او میلاد جشن ولمانځلی شو.

د یمن د انصار ا... د عمومي منشي عبدالملک الحوثي بلنې ته په لبیک کښې سږ کال د یمنیانو شتون بې مخینې بلل شوی دی داشان چې په السبعین میدان او د خواوشا سړکونه کښې یې میلیونونه خلک موجود وو.

په دې دستورو کښې د یمن خلکو د خدای له دښمنانو د برائت چغې پورته کړې او د صلوات غږونو انګازې وکړې.

د یمن د انصار ا... غورخنګ عمومي منشي هم د میلیونونو خلکو په دغه جشن کښې ټولو ته د پيغمبراکرم د میلاد مبارکي ورکړه او له صهیونیسټي رژيم سره د عربو هیوادونو د اړیکو ښه کولو ته یې غبرګون وښوده.