ترهګر د بهرنیانو په ملاتړ بېرته سیمې ته راغلي دي/ د سوریې هوډ نه ماتېږي
(last modified Fri, 06 Oct 2023 11:51:14 GMT )
Oct 06, 2023 16:21 Asia/Kabul
  • ترهګر د بهرنیانو په ملاتړ بېرته سیمې ته راغلي دي/ د سوریې هوډ نه ماتېږي

د لبنان حزب الله د یوې بیانیې په خپرولو سره ټینګار وکړ چې ترهګرې ډلې د بهرنیانو په ملاتړ سره یو ځل بیا د خپل جنایت کارانه رول په ترسره کولو سره، صحنې ته راغلي دي.

د ایرنا د خبر له مخې، د لبنان حزب الله د جمعې په ورځ په یوه بیانیه کې د سوریې د پوځي افسرانو د فراغت په مراسمو کې د ترګریز برید او د سوریې د لسګونه پوځي او ملکي وګړو وژل او ژوبلول په سختو ټکو غندلي دي.

په دغه بیانیه کې راغلي دي: دغه ناوړه جنایت یو ځل بیا له ترهګرو ډلو سره د څه دپاسه یوې لسیزې د مبارزې په مشروعیت او د هغوی د سیمه ایزو او نړیوالو ملاتړو او مشرانو او د سوریې او د دغه هېواد د مقاومتي ملت پر وړاندې د نړیوالو دسیسو د ګواښونو په مقابله کې ټینګار کوي. ترهګرې ډلې یو ځل بیا په ښکاره په بهرني ملاتړ سره د خپل جنایت کارانه رول په ترسره کولو سره، صحنې ته راستانه شوي او هرکله چې په سوریه کې ژوند عادي حالت ته راګرځي، دغه کړنه تکرارېږي.

د لبنان اسلامي مقاومت ټینګار وکړ، دغه دردوونکې تراژیدۍ د سوریې هوډ نه شي کمزوري کولای، بلکې د خپلې خاورې د بشپړتیا پر وړاندې د مقابلې، بریا او ساتلو لپاره د سوریې هوډ او قوت زیاتوي.

د لبنان حزب الله د سوريې له ملت، ولسمشر او د دغه هېواد له پوځ سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او له ترهګرۍ سره په مبارزه کې يې د سوريې د مشرانو، پوځ او د سوريې د ملت تر څنګ په بشپړه توګه پردرېدا ټینګار وکړ.

ټیګونه