که په غزې کې جنایتونه ونه دریږي ، نو د جنګ اور لمبې نوره سیمې هم راګیروي
د قطر اوایران خارجه وزیرانو دغه راز د احتمالی اور بند دڅرنګوالي په باب د ځينو مطرحو نوښتونو په هکله هم دنظر تبادله وکړه.
د ایران خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان او د قطر لومړی وزیر او خارجه وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني بیګا په ټيلیفونی خبرو کې د غزې د بحران او له فلسطین سره اړونده بدلونونو په باب سره خبرې او دنظر تبادله وکړه.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ، دواړو لورو په غزې کې د انساني وضعیّت په باب په ژورو اندیښنو څرګندولو او د عامو خلکو په ضد دوحشي صهیونیسټي رژيم د حملو دسختولو او د ماشومانو او ښځو او عامو خلکو په ضد د پراخو پوځي یرغلونو ددوام په سختو ټکو په محکومولو سره ،د اسرائيلي رژيم د وحشي ډوله حملو د ختمولو،د اور بند د ټينګیدا او د غزې جنګ ځپلو او کلابندو خلکو لپاره د انساني مرستو د لیږد لپاره دسیاسی لارو چارو په باب سره دنظر تبادله وکړه.
د قطر اوایران خارجه وزیرانو دغه راز د احتمالی اور بند دڅرنګوالي په باب د ځينو مطرحو نوښتونو په هکله هم دنظر تبادله وکړه.
امیر عبداللهیان په دغه ټيلیفوني تماس کې ووئیل،د غزې دعامو خلکو په ضد د جنایتونو د زیاتیدا په دلیل اوس د جنګ دلمن پراختیا نه انکاریدونکي ده.