په داعش بریالیتوب د ایران او د حزب الله په برکت محقق شو
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق د عصائب اهل الحق د مقاومت ډلې مشر« شیخ قیس الخز علي» وویل: د مقاومت اتلان او د هغوې په سر کښې شهید ډګر جنرال حاج قاسم سلیماني او حاج ابو مهدي المهندس په داعش ترهګرې ډلې باندې د بریالیتوب قومندنۍ وکړه.
هغه په داعش ډلې باندې د بریالیتوب د شپږمې کلیزې په مناسبت وویل په داعش ترهګرې ډلې باندې بریالیتوب د عراق د وسله والو ځواکونو او د امنیتي ادارو او د ایران د اسلامي جمهوریت او د لبنان د حزب الله غورځنګ د ملاتړ او مرستې په وجه محقق شو.
الخز علي وویل د عراق خلکو له ترهګرۍ سره د مبارزې او له داعش او نورو تکفیري ډلو څخه د عراق د ازادولو لپاره داسې کار وکړ چې نور کسان یې د ترسره کولو جوګه نه وو.
د عراق د عصائب اهل الحق مقاومت ډلې مشر شیخ قیس الخزعلي زیاته کړه د مستکبرانو او د دنیا له اتیا هیوادونو د دوې د ګوډاګیانو د دسیسې پراساس هڅه وشوه چې عراق نابود شي او هیواد په کوچنیو برخو او له یوبل سره په ښکیلو برخو وویشي خو نن د داسې بریالیتوب کلیزه ده چې د شهیدانو وینې او د ژوبلو کسانو له ځانونو تیریدا هغه محققه کړه.
داعش تکفیري ترهګرې ډلې د دوه زره څوارلسم میلادي کال د جون په څلورمه نیټه د لویدیځو قدرتونو او د سیمې د ځینو عربو هیوادونو په پراخو وسله والو ، مالي او استخباراتي ملاتړونو سره په عراق ستر یرغل پیل کړ او وتوانیدله د موصل ښار د جون په لسمه او د تکریت ښار د جون په یولسمه نیټه ونیسي او په چټکۍ سره یې د عراق دریمه برخه خاوره ونیوله.