سره سمندر کښې د امریکا سمندري ائتلاف روا والی نلري
النشره خبري سایټ راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې د حکومت ویاند محمد عبدالسلام د هغو هیوادونو لالهاندۍ چې امریکا په سمندري ائتلاف کښې ګډون کولو ته ژمن کړي دي د دغه ائتلاف د روا والي د نه لرلو له کبله وبلله.
هغه وویل نړیوالې سمندري لارې امنه او باثباته دي او هره ورځ سلګونو کشتیانې له سره سمندر څخه تیریږي خو د ځینو هیوادونو لالهاندۍ چې د امریکا لخوا په سمندري ائتلاف کښې شاملیدا ته ژمن کړې شوي دي له دې کبله ده چې دغه ائتلاف روا والی نلري.
د یمن د ملي ژغورنې د حکومت ویاند محمد عبدالسلام ډاګینه کړه د یمن سمندري ځواک له سره سمندر او باب المندب اوبلارې ټولو تیریدونکو کشتیو سره ارتباط ټینګوي خو امریکا هڅه کوي چې ځینې هیوادونه ولسموي چې د اسرائیلو د ساتنې لپاره د امریکا له سمندري ائتلاف سره یوځاې شي.
هغه ټينګار وکړ: یمن له داسې هیوادونو سره په تماس کښې دی چې تائید کړي یې ده چې په سمندر کښې شتون نلري او ځینو هیوادونو هم راته ویلي دي چې د امریکا په سمندري ائتلاف کښې د دوې شتون یوازې د افسرانو لیږدولو ته محدود دی.
په عین حال کښې پرون د یمن د امنیتي او د وسله والو ځواکونو قومندانانو د یوې ګډې غونډې په ترسره کولو سره د امریکا حکومت ته د سره سمندر د پوځي کولو د پایلو په هکله خبرداری ورکړ او له دښمانانو سره د مقابلې کولو لپاره یې په خپل چمتووالي باندې ټینګار وکړ.
د یمن دفاع وزیر محمد العاطفي هم وویل که چیرې دښمانان د فلسطین د ملت پرضد جنایتونو او کلابندۍ ته دوام ورکړي یا د یمن د امنیت او د واکمنۍ د ګډوډولو په فکر کښې ووسي نو مونږ به ورته سخت ګوزارونه ورکړو.