بریتانیا په رفح د اسرائیلو د حملې د اړخونو په باب خبرداری ورکړ
(last modified Wed, 21 Feb 2024 00:39:16 GMT )
Feb 21, 2024 05:09 Asia/Kabul
  • بریتانیا په رفح د اسرائیلو د حملې د اړخونو په باب خبرداری ورکړ

انګریز خارجه وزیر  په رفح ښار باندې داسرائیلو دحملې  داړخونو په باب  په بیا خبرداري ورکولو سره ، په غړې تړانګې کې د فوري اوربند دټینګیدا غوښته وکړه.

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، انګریز خارجه وزیر ډیویډکامرون  بیګا  له خبریالانو سره په خبرو کې په غزې تړانګې کې د  نسل وژنې او داسرائیلو وحشي ډوله جنګي جنایتونو ته له اشارې پرته  مدعی شو ،دحماس مشران باید له غزې ووځي  څو د فلسطین د  خلکو او دنوي حکومت دجوړیدا لپاره مناسب شرائط انځور شي.

د غزې تړانګې په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم  بې آمانه  جنګ  په یوسل اودیرشمې ورځې هماغه شان  د عامو خلکو په وژلو او بوږنونکو انساني غمیزو رامینځةکولو او د فلسطینیو کډوالو په کړولو سره  په شدت سره دوام لري او د اسرائيلو  نسل وژونکی رژیم  دې ځل د غزې تړانګې په جنوب رفح ښار کې د یوې بلې انساني بوږنونکي غمیزې  اوټریژیډئ  په پنځولو بوخت دی.

د اعلان شوو احصایو په  اساس ، ترپرون ناوخته پورې په غزې تړانګې  کې  د وحشي صهیونیسټي رژيم  په جنایتونو کې  څه دپاسه  نهه ویشت زره فلسطینیان چې زیاتره ئې ماشومان او ښځې دي ،شهیدان شوي او  څه دپاسه ۶۹زره نور ټپیان شوي دي .په داسې حال کې چې امریکا یو ځل بیادملګروملتو په ا منیت شورا کې په غزې کې د اوربند پریکړه لیک  ویټو کړ.

 

ټیګونه