په غزې د صهیونیسټيانو تازه بریدونه: ۵۱ فلسطیني وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
صهیونیسټي ځواکونو د فلسطین هېواد د غزې په نصیرات کډوالو کمپ د تازه وحشي بریدونو په پایله کې ۱۷ فلسطیني وګړي شهیدان کړي او ۳۴ نور ټپيان دي.
د سینهوا خبري د غزې د روغتیایي چارواکو له قوله خبر ورکړی چې دغه بریدونه د صهیونیسټانو له لورې د الوتکو په وسیله د کډوالو په کمپ ترسره کړي چې په کې وژل شوي کسان میرمنې او ماشومان دي.
سرچينې زياته کړې، د پېښې ټول قربانیان د ديرالبله ښار د الاقصى روغتون ته لېږدول شوي دي.
د یو بل خبر له مخې؛ صهیونیسټانو نن سهار په رفح ښار کې د شبورا په کمپ کې د الفاروق تاریخي جومات بمبار او په بشپړ ډول شهید کړی دی.
په همدې حال کې د فلسطین د روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د غزې په تړانګه کې د صهیونیسټانو په بریدونو کې د وژ ل شویو کسانو شمېر ۲۹۳۱۳ تنو او د ټپيانو شمېره ۶۹۳۳۳ تنو ته لوړه شوې ده.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سازمان یو ځل بیا ویلي چې غزه د لوګې او مرګ په مرکز بدل شوی دی او په وینا یې د دغه سیمې خلک خپلو لومړنیو حقوقو ته لاسرسی هم نلري.