په سورئې کې د امریکائي پوځيانو پر مرکز بیا ډرون حمله شوې
د سورئې په ختیځ کې د امریکائي نیواکګرو پوځيانو پر مرکز د مقاومتي چورلیز ځواک د ډرون حملې ښکار حمله شوې ده .
امریکا له داعش ترهه ګرې ډلې سره د مبارزې په پلمه چې ددغه هیواد د لوړروتبه چارواکو په کرتو اعتراف کړی دی چې دغه ډله د واشنګټن جوړه او روزل شوې ده ، کلونه کیږي، چې دسورئې په ختیځ کې ئې تیلي زیرمې نیولي دي او د سورئې د حکومت له اجازت پرته ددغه هیواد سرچینې نغري.
المیادین ټيلیویژنی چینل راپور ورکړی، د سورئې په ختیځ دیرالزور ولایت کې دامریکائي پوځيانو مرکز باندې د ډرون حمله شوې ده، البته د خبر تر مخابیره کیدا پورې ئې داحتمالی مرګ ژوبلو او تاوانونوپه باب څه نه دی وئيل شوي او هیڅ یوې ډلې ئې هم مسئولیّت نه دی منلی .
داپه داسې حال کې دي چې دعراق مقاومتي ډلو په غزې تړانګې د وحشي صهیونیسټي رژيم د بې آمانه او سختو حملو پسې په عراق او سورئې کې د امریکائي پوځيانو پر مرکزونو په څه دپاسه سل ځله توغندیو اوډرونز په حملو سره امریکایانو ته ورښودلې ده چې دغزې د مظلومو او بې څوکه خلکو په وژلې کې له صهیونیسټ رژيمه د ملاتړ لګښت ډیر زیات دی.
وروستي راپورونه ښئ چې په سرۀسمندر یا بحیره احمر کې هم د یمن پوځ د فلسطین د بې څوکه خلکو په عامې وژلې په اعتراض کې داسرائيلي بندرونو په لور تګ راتګ کونکي درستې کشتۍ په شیشت کې د رواستو او ټارګټ کولو لاس پورې کړی دی.وړمه ورځ هم د امریکا پر دوو کشتیو اود انګریزانو په یوې تجارتي کشتۍ د ډرونز حملې شوي او په اوبو کې ئې ډوبې کړي دي.