ملګرو ملتونه: غزه کې هره ورځ د ۳۷ میندو په ګډون ۶۳ میرمنې وژل کیږي
د ملګرو ملتونو د UNRWA اداره وایي، په غزه کې د صهیونیسټي رژیم په بریدونو کې هره ورځ د اوه دیرش میندو په ګډون درې شپیته میرمنې په شهادت رسول کیږي.
د دغه ادارې د خبر له مخې؛ هره ورځ په اوسط ډول اوه دیرش میندې په داسې حال کې په شهادت رسول کیږي چې د کورنۍ په ګډون یې ورڅخه ماشومان همداسې پاتې کیږي.
UNRWA ویلي، چې پر غزې د اسراییلي یرغل په پایله کې تر اوسه ۹ زره ښځې شهیدانې شوې دي.
د اسراییلو د تیري تر ټولو ډیر اغیزمن شوي ښځې او ماشومان دي چې د سختو هوا او خوارځواکۍ سره مخ دي.
د UNRWA په وینا، په غزه کې میندې مجبور دي چې د خپلو کورنیو لپاره خواړه چمتو کړي.
UNRWA په راپور کې ویلي چې په غزه کې له لسو څخه 9 ښځې د نارینه وو په پرتله خورا سخت وخت لري.
د یادولو وړ ده چې د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له ۷ نیټې راهیسې پر غزې د اسراییلي یرغل په پایله کې تر ۳۰ زره زیات فلسطینیان شهیدان شوي او تر ۷۲ زرو ډیر ټپیان شوي دي.