د‍ غزې د جنګ د دریدا لپاره دامریکاتش په نامه هڅه،د عمومی افکارو منحرفول
(last modified Thu, 14 Mar 2024 11:39:14 GMT )
Mar 14, 2024 16:09 Asia/Kabul
  • د‍ غزې د جنګ د دریدا لپاره دامریکاتش په نامه هڅه،د عمومی افکارو منحرفول

د لبنان د حز ا... عمومی منشي د لویدیځي آسیا په تیره بیا د غزې تړانګې  د ترټولووروستیو  بدلونونو په تشریح کولو سره روښانه کړې ده ، هیڅوک د غزې د جنګ د بدلولو  لپاره دهڅې  د واشنګټن  په ادعا باؤر نه کوي.

امریکا  د غزې د فلسطینانو  په ضد د اسرائيلو په نسل وژنې کې د  واشنګټن د مستقیم  ګډون په دلیل   دعمومی افکارو د  دباؤ د کمولو په موخې سره  غزې ته د انسان دوستۍ د مرستو د وړاندې کولو په اړه   دانسان دوستۍ له ډنډورو سره په یووخت  په کرتو ادعا کړې ده  چې ددغه جنګ د درولولپاره  پر  اسرائيلو د دباؤ د اچولو لپاره لازمه توانمني نه لری. دغه ادعا په داسې حال کې ده چې امریکا په غزې کې د  وحشي صهیونیسټانو  د ویجاړؤنکي  جنګ د پیلیدا له وخت راهسې په غزې کې د صهیونیسټانو د فوري اوربند د ټینګیدا  دپریکړه لیک د مسودې د ویټو کولو پشمول  ددغه جنګ ددریدا لپاره  له نړیوالو خوځښتونو سره   په مختلفو پلمو سره مخالفت کړی دی.د فلسطینیو کډوالو سره د ملګروملتو د مرستندوي  ادارې (آنروا) ته د مرستو بندول ،د امریکا له خوا  په نړیوالو محکمو کې  د صهیونیسټي رژيم  له محاکمه  کیدا سره  مخالفت په همدې چوکاټ کې ارزول کیږي.

په دغه شان شرائطو کې د لبنان د حزب ا... ولسی  غورځنګ عمومي منشي سید حسن نصر ا... د چارشنبې په شپه په غزې کې د اور بند د ټينګیدا لپاره د بې وسۍ په باب د امریکا د ولسمشر د ادعاګانو  په ردولو سره  ووئیل،جوزف بایډن  که وغواړي،  په ترټولو  کم وخت کې د غزې جنګ او د  صهیونیسټي رژيم تیري  درولی شي. حسن نصر ا....په سیمې کې د امریکا د انسان دوستۍ او سوله غواړو هڅو باندې په بې باؤرئ په ټينګار سره  ووئيل، دغه اقدامات په غزې تړانګې کې د وحشي صهیونیسټي رژيم  له جنایتونو د نړیوالو د عمومي افکارو  دغړولو  او دمقاومتی ډلو دغوسې  د اور  له لمبو څخه  د اسرائيلو د بچولو لباهر ی و تاکتیک  دی.

د لبنان د حزب ا... ولسي غورځنګ  عمومي منشي  په تیرو شپږو میاشتو کې د امریکائي او صهیونیسټي پوځي  او سیاسی مسئلو دوامدارو مراوداتو  او د تیر کال د اکتوبر په اومه نیټه د غزې د جنګ له پیلیدا وخت راهسې  تر اوسه پورې، د فلسطینیانو د ټارګټ  کولو لپاره  لپاره نیواکي ټاټوبو ته د امریکا د پوځي وسلو د جوپو لیږلو ته په اشارې سره  ووئيل، امریکا هم د اسرائيلو په څیر  هیڅکله هم د اور بند په فکر کې نه ده  ،البته  په نمایشي اقداماتو سره او غزې ته د خوړو او درملو  د محدودو مرستو  په لیږلو سره  هڅه کوي القاء کړي چې په سیمې کې د اسرائیلو  له تیریګرو سیاستونو سره  مخالفه ده . په وروستیو شپو ورځو کې امریکا په یوه نمایشي اقدام کې  غزې ته د  هوا له لارې  د درملو او خوراکي موادو  په مرستو لیږدولو سره  م دعی شوې چې   ددغې سیمې  له اوسیدونکو سره په مرستې پسې ده،  خو  فلسطیني چارواکي او  نړیوالې مرستندویه  ادارې   مني چې  دا یوازې یو پروپیګنډيز  اقدام دی . داپه داسې حال کې دي چې  دغزې انساني حالات د څه د پاسه  یودیرش زره  وژلو او  او دڅه دپاسه درې اویا زره ټپیانو  سره د سیمې د بیخ بینائيو په پراخو ویجاړیدا سره  په بحرانی شرائطو کې دي  او وحشي صهیونیسټان د لوږې  په وسلو سره  د سیمې له خلکو سره ئې  جنګ ته مخه کړې ده  او غزه  د قخطئ مرحلې ته د واریدیدا په درشل کې  ده . اسرائیل  نیّت لری ،دغزې د خلکو په  وږي ساتلو سره  او پر دوي د ډیرو دباؤنو په اچولو سره ، د دوي د  کډه په  سره کیدا  زمینه برابره کړي.

په دغو شرائطو کې د لبنان د حزب  ا... دعمومی  منشي  او دمقاومتی چورلیز   د لیدتوګې په اساس ، د امریکا او اسرائيلو ترمینځ اختلافات هیڅکله هم حقیقي نه دی او دعمومی افکارو د غولولو لپاره یو تاکتیک دی .

 

ټیګونه