د بحرین خلکو د اسرائیلو پرضد مظاهرې وکړې
ایرنا خبري اژانس د« عربي پوسټ» خبري سایټ په قول راپور راکړی د بحرین خلک د صهیونیسټ رژیم پرضد د خپلو مظاهرو په دوام او د فلسطین د غزې تړانګې له مظلومو فلسطینیانو سره د پیوستون لپاره یوځل بیا واټونو ته راووتل او د شعارونو په ورکولو سره یې له اسرائیلو سره د بحرین د اړیکو د عادي کولو دوام وغاند.
د بحرین د پلازمینې منامي په لویدیځ کښې د« الدرا» سیمې خلک څو اونۍ کیږي چې په جمعې ورځې سړکو ته راوځي او د مظاهرو په ترسره کولو سره په غزې تړانګه کښې د فلسطینیانو پرضد د صهیونیسټ رژیم جنایتونه غندي او د فلسطین له مظلومو خلکو سره خپل پیوستون اعلانوي.
د بحرین مظاهره چیانو دغه راز له صهیونیسټ نیواکګر رژیم سره د ال خلیفه رژیم د اړیکو د عادي کولو دوام وغاند او په دې هکله یې د بحرین د چارواکو د بیا کتنې غوښتنه وکړه.
د بحرین خلکو دغه راز د یمن پرضد د امریکا او د بریتانیا د حملو د غندلو په ترڅ کښې د یمن او د فلسطین له ملتونو سره په خپل پیوستون ټینګار وکړ.
د بحرین رسنیو دغه راز د هیواد په نورو سیمو کښې هم د ورته مظاهرو د ترسره کیدا راپورونه ورکړي دي او مظاهرو چیانو د فلسطین د بیرغ په پورته کولو سره په غزې کښې د صهیونیسټ رژيم لخوا د فلسطینیانو د نسل کشۍ د بندولو او د غزې تړانګې د کلابندۍ د ختمولو او د دغه سیمې خلکو ته د خواړو او د دردملو د رسولو غوښتنه وکړه.
د بحرین خلکو په داسې حال کښې د یمن او د غزې د مظلومو خلکو د ملاتړ لپاره مظاهرې کړي دي چې د منامې چارواکو څو کاله مخکې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ په دلالۍ سره له اسرائیلو رژیم سره د اړیکو د عادي کول موافقه لاسلیک کړي ده او ورپسې په منامې کښې د صهیونیسټ رژيم سفارت هم پرانیستل شوی دی.