د عراق مقاومت ډلو په اسرائیلو برید وکړ
مهر خبري اژانس راپور راکړی د عراق اسلامي مقاومت ډلې په بې پایلوټه الوتکو سره د صهیونیسټ رژیم په «ایلات» بندر کښې په یوه مهم مرکز بریدونه وکړل.
د عراق اسلامي مقاومت ډلې نن په یوې بیانیې کښې وویل زمونږ مبارزانو د نیواکي فلسطین په جنوب کښې په ایلات بندر کښې په یوه مهم مرکز د بې پایلوټه الوتکو بریدونه وکړل.
د عراق اسلامي مقاومت ډلې په دغه بیانیې کښې ټینګار وکړ چې د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو د ملاتړ او د صهیونیسټ رژیم جنایتونو ته د ځواب ورکولو لپاره یې په نیواکي فلسطین کښې په یوه مهم هدف بریدونه کړي دي.
د عراق اسلامي مقاومت ډلې وویل د صهیونیسټ رژيم په «ام الرشراش» بندر یې هم د یوې بې پایلوټه الوتکې برید کړی دی.
د عراق اسلامي مقاومت ډلې څلور ورځې مخکې هم په ایلات بندر کښې په یوه مهم مرکز باندې د بې پایلوټه الوتکو بریدونه کړي وو.
د عراق اسلامي مقاومت ډله د دښمانانو د سنګرونو د له مینځه وړلو لپاره د خپلو عملیاتو په دوام ټینګار کوي.