د بحرین پارلمان له ایران سره د اړیکو د ښه کولو هرکلی وکړ
العالم ټیلي ويژن راپور راکړی د بحرین د پارلمان نائب رئیس ویل د هیواد حکومت او پارلمان د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو د له سره د پیلیدا د بهیر هرکلی کوي.
د بحرین باچا حمد بن عیسي ال خلیفه هم په تیرې پنجشنبې ورځ په ماسکو کښې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کتنه کښې ویلي وو د ایران او د بحرین د ډيپلوماټیکو اړیکو د احیا کولو د ځنډولو لپاره هیڅ دلیل نشته او بحرین د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو د ښه کولو غوښتونکی دی.
د بحرین د پارلمان نائب رئیس عبدالنبي سلمان پرون وویل د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو له سره پیلیدل د بحرین د خلکو او د حکومت له مثبت غبرګون سره مخامخ شوي او پارلمان هم د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره د دغه اقدام هرکلی کړی دی.
هغه وویل د ایران او د بحرین ترمینځ د سیاسي او د تجارتي اړیکو احیا کول مسلما مهمه موضوع ده ځکه چې ایران ګاونډی هیواد دی او بحرین د سیمې د ټولو هیوادونو د ثبات او د پیوند ملاتړ کوي.
د بحرین د پارلمان نائب رئیس عبدالنبي سلمان دغه راز وویل بحرین د فارس خلیج د نورو هیوادونو په نسبت ایران ته تر ټولو نږدې هیواد دی او د دواړو هیوادونو ترمینځ تجارتي راکړې ورکړې څو لسیزې مخینه لري.
د بحرین د پارلمان د نائب رئیس دغه څرګندونې په داسې حال کښې کیږي چې د نوموړي هیواد خارجه وزیر د ایران د ولسمشر د جنازې په مراسمو کښې د ګډون لپاره تهران ته راغلی و.