د صهیونیسټي رژيم د حملو له امله په لبنانکښې هم په سل هاؤ کسان شهیدان شوي دي
(last modified Thu, 06 Jun 2024 03:17:48 GMT )
Jun 06, 2024 07:47 Asia/Kabul
  • د صهیونیسټي رژيم د حملو له امله په لبنانکښې هم په سل هاؤ کسان شهیدان شوي دي

د لبنان د روغتیا وزارت وویل چې د اکتبور له اوومې نیټې راهیسې په دغه هیواد باندې د صهیونیسټي رژيم د پوځ د بریدونو له پیلیدو راهیسې ۴۰۰ کسان شهیدان شوي دي.

د لبنان د روغتیا وزارت پرون وویل چې په لبنان باندې د صهیونیسټي رژیم په حملو کښې تراوسه ۴۰۰ تنه شهیدان او ۱ زر او ۶۰۳ کسان هم زخمي شوي دي.

د دغه رپورټ له مخې، د لبنان روغتیا وزارت همداشان ټینګار وکړ چې په هم دې موده کښې کابو ۹۴ زره کسان له خپلو کورونو کډه په سر شوي دي.

ورته مهال د بشري حقوقو څارونکي په یو رپورټ کښې وویل چې د اسرائیلو پوځ د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې څخه د لبنان په جنوب کښې د لږترلږه ۱۷ ښارګیو خلاف د سپینو فاسفورسو لرونکي مهمات کارولي دي چې د ملکي وګړو ژوند یې په خطر کښې اچولی او لامل شوی چې ګڼ خلک خپل کورونه پریږدي.

د دغه رپورټ له مخې، سپين فاسفورس هغه کیمیايي ماده ده چې د توپو په ګولو، بمونو او توغندیو کښې کارول کیږي او د سختې سوځیدنې او حتی د بدن د اندامونو د ویلي کیدو او د ټول عمر لپاره د معذورۍ لامل کیږي.

 

ټیګونه