د غزې په یو ښوونځي باندې د صهیونیسټي رزیم په حمله کښې ګڼ کسان شهیدان شول
(last modified Wed, 10 Jul 2024 08:29:50 GMT )
Jul 10, 2024 12:59 Asia/Kabul
  • د غزې په یو ښوونځي باندې د صهیونیسټي رزیم په حمله کښې ګڼ کسان شهیدان شول
    د غزې په یو ښوونځي باندې د صهیونیسټي رزیم په حمله کښې ګڼ کسان شهیدان شول

د صهیونیسټي رژیم جنګي الوتکو د غزې تړانګې په سویل کښې په یو ښوونځي باندې بمباري وکړه چې له امله یې ۲۹ تنه شهیدان شول.

د صهیونیسټي رژیم جنګي الوتکو د غزې تړانګې په سویل کښې په یو ښوونځي باندې بمباري وکړه چې له امله یې ۲۹ تنه شهیدان شول.

د سما خبري آژانس د خبر له مخې، طبي سرچینو ویلي چې د خان یونس د ختیځ په عبسان ښارګي کښې په العوده نومې ښوونځي باندې د صهیونیسټي رژیم د پوځ د جنګي الوتکو د برید له امله ۲۹ تنه شهیدان او لسګونه نور زخمي شوي دي.

په دغه ښوونځي کښې فلسطیني کډوال دیره وو.

له دغه جنایت مخکښې په غزې کښې د فلسطین د روغتیا وزارت په یو رپورټ کښې ویلي وو چې د صهیونیسټي رژیم د پوځ د بریدونو له امله د شهیدانو شمیر ۳۸ زره او ۲۴۳ تنو ته رسیدلی دی.

په یادو بریدونو کښې ۸۸ زره او ۳۳ تنه هم ژوبل شوي دي.

 

ټیګونه