په لبنان کې هیچا ته د هیڅ ډول فتنې اجازت  نه ورکوو
(last modified Tue, 16 Jul 2024 09:37:45 GMT )
Jul 16, 2024 14:07 Asia/Kabul
  • په لبنان کې هیچا ته د هیڅ ډول فتنې اجازت  نه ورکوو

د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي  ووئیل، باید هیچا ته اجازت و رنکړل شي چې په اوسنیو  حساسو شرائطو کې په لبنان  او سیمې کې کومه فتنه رامینځةکړي.

مهر خبری آژانس راپور ورکړی، د لبنان د حزب ا...غورځنګ عمومی منشي بیګا د تاسوعا په شپه  په یولړڅرګندونو کې  روښانه کړه ، دلبنان ښاریز به د حسینی عاشورا دستورې په پرتم سره ولمانځي  او دهغو کسانو په مقابل کې به چې  په لبنان کې د فتنې د  رامینځةکولو په فکر کې دي ، کلک ودریږي.

سید حسن نصر ا.. ټينګار وکړ، ځیني داخلی رسندوئې او خبریالان  په سیمې کې د امریکا او اسرائيلو د موخو دخدمت لپاره  هڅه کوي.  هغه زیاته کړې ده ،د اسرائیل نسل وژونکي رژيم لومړی وزیر نتنیاهو په غزې کې د ماشومانو ښځو او عامو خلکو وژلې ته هیڅ توجه نه  کوي او  ددغه نیواکګر رژیم د کابینې  ټول فکر ذکر  په قدرت کې پآتیکیدل دي.

داپه داسې حال کې دي چې وروستي راپورونه ښئ د لبنان حزب ا... غورځنګ  مبارزانو پرون ناوخته هم  په الجلیل  سیمې کې د قدس د نیواکګر رژيم پر مورچلو  څه دپاسه پنځوس توغندي ویشتي دي  چې زیاتره ئې په دقیق ټارګټ لګیدلي او دغه سیمه ئې په تورو لوخَړو کې پټه کړې ده.

داپه داسې حال کې دي چې اسرائيلي رسندویو  هم تائيد کړې چې د حزب ا... له خوا  په نیواکي ټاټوبو کې  دکریات شمونا ښارګوټي په لور  لږترلږه ۱۳توغندي ویشتل شوي دي.

 دحزب ا.... غورځنګ په وروستۍ خبرتیا کې راغلي دي ، دغه حملې  د جنوبی لبنان په بنت جبیل ښار باندې د صهیونیستي رژیم  د  حملې په ځواب کې  شوي دي او د غزې تړانګې د مظلومو خلکو  په ضد د  وحشي رژيم د حملو  او د  کلابندۍ تر بشپړ ختمیدا پورې به  دصهیونیسټانو په خلاف خپلو  سختو حملو ته دوام ورکړي او کراری به ونه ویني.   

 په عین حال کې  په غزې تړانګې کې د فلسطین دروغتیائی چارو وزارت  د وروستیو احصایو په اساس،  د تیر کال له اکتوبر څخه تر وروستیو پورې  په غزې تړانګې اوشاوخوا  د وحشي صهیونیسټي رژيم په بمباریو او توغندوي حملو کې څه دپاسه ۳۸زره  فلسطیینان شهیدان او کابو ۹۰زره نور ټپیان شوي دي ، چې زیاتره قربانیان ئې ښځې او ماشومان دي .

 

ټیګونه