د لبنان جنوب به داسرائيلی ټانکونو په ګورستان بدل کړي
(last modified Wed, 17 Jul 2024 09:47:43 GMT )
Jul 17, 2024 14:17 Asia/Kabul
  • د لبنان جنوب به داسرائيلی ټانکونو په ګورستان بدل کړي

د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا... نن د حسینی عاشورا په مناسبت  دخپلې وینا په پيل کې ووئیل؛که اسرائيل وغواړي ، خپل ټانکونه د لبنان جنوب ته  وارد کړي  او دپوځي تیري نیّت ولري، نو باید پوهه دې شي چې نور به د ټانکونو د کمښت په توګه څه شی ونه لري او دغه سیمه به ددښمن د  ټانکونو ګورستان شي.

ایرنا دالمیادین  له قوله راپور راکړ،سید حسن نصر ا...د حسینی عزادارو په لوي ټولکې پخپلې وینا کې  د صهیونیسټي رژيم د پوځ  جنایتونو ته په اشارې سره ووئیل،  مونږ  له فلسطین، غزې تړانګې،لویدیځي  غاړې او پخپله په لبنان کې له خپل ملت سره چې  له ۷۶ کاله مخکې راهسې د وحشي صهیونیسټي رژيم  له تیریو سره مخ دي ،مرسته وکړو او ددوي به بشپړ ملاتړ وکړو.

هغه په دوام کې ووئیل، هغه څه چې مقاومتي لوري د ۲۰۲۳کال د اکتوبر په اومه نیټه  ترسره کړل ، دمقاومتي چورلیز بشپړ حق دی.

د لبنان د حزب ا... غورځنګ عمومی منشي  همدرااز د مقاومتي چورلیز له جبهې په تیره بیا د ایران  له اسلامی جمهوریت او مقاومت کونکي  سورئې  څخه قدرونه وکړه او وې وئيل، مونږ  په لبنان کې  د فلسطین له ملت سره د مرسته رسونې لپاره د ؛طوفان الاقصی ؛عملیاتو څخه د پشتیبانۍ جبهه پرانیسته او د یمن او عراق ملاتړي جبهې هم پرانیستل شوې .

 سید حسن نصر ا... ووئيل، صهیونیسټي رژيم د لومړي ځل لپاره  پخپل جعلی تاریخ کې  په ټولو زمینو کې په ترټولو بدو شرائطو کې دی او ددغه رژيم پوځي اوسیاسی  مشران په دې اعتراف کوي.

هغه دغه راز زیاته کړه ، صهیونیسټي مشران  د لومړي ځل لپاره د خپل رژيم  د نابودۍ خبرې کوي.

د لبنان د حزب ا...ولسی غورځنګ عمومی منشي روښانه کړې ده ، اسرائيلي رژیم  د لومړي ځل لپاره  منلې ده چې  د جنګ په جبهو کې د وژل کیدا په علت د قوماندانانو او د پوځيانو له کمښت سره مخ دی. د لومړي ځل لپاره ده چې دښمن د غزې تړانګې په جبهې  او له حزب ا...غورځنګ سره د نیواکي فلسطین  په شمالي جبهې کې د ټانکونو او پوځي تجیهزاتو د کمښت خبرې کوي.

سید حسن نصر ا... د صهیونیسټي رژيم مشرانو ته په خطاب کې ټينګار وکړ، که خپل ټانکونه  مو دلبنان جنوب ته وارد کړل او دپوځي تیریو نیّت مو درلود،نو باید پوهه شئ چې نور به د ټانک د کمښت په عنوان سره هیڅ شی ونه لرئ، ځکه  اساسا  د تاسو لپاره به کوم ټانک باقي پاتې نشي  او ټول ټانکونه به د لبنان په جنوب کې تباه شي.

 

ټیګونه