د اسرائیلو ډیرې پوځیان په نشه ئیزو توکو روږدي شوي او رواني ناروغۍ یې هم زیاتې شوي
پارس ټوډې – د صهیونیسټ رژیم طبي سرچینو له غزې جنګ وروسته په نشه ئیزو توکو د روږي صهیونیسټانو او په تیره بیا د پوځيانو د شمیر د زیاتیدا خبر ورکړ.
د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اومه نیټه له الاقصی عملیاتو وروسته په صهیونیسټانو کښې د روحي او د رواني ناروغیو او ګډوډیو د زیاتیدا کتونکی یوو او دغه راز د نشې د کړکیچ د زیاتیدا په سیوري کښې د نیواکګر رژیم روغتیا برخې ته اړونده سرچینو راپور ورکړ د غزې له جنګ وروسته په اسرائیلي ښاریزو کښې په ویرونکي ډول د نشه ئیزو موادونو استعمال زیات شوی دی.
پارس ټوډې د تسنیم خبري اژانس په قول راپور ورکړی په «نتانیا» ښار کښې د صهیونیسټ رژيم د رواني سلامتیا او د نشې د مرکز بنسټګر او د رواني او د ذهني ناروغیو په چارو کښې متخصص ډاکټر «شائول لوران » په یوې مرکې کښې وویل د غزې له جنګ وروسته مونږ د بیلابیلو ارامبخشو درملو که هغه ډاکټرانو لیکلي وي او که هغه غیر قانوني درمل وي او که هغه شراب وي د استعمال د زیاتیدا او دغه راز په اسرائیلو کښې د جوارې او د قمار په شان د نشې د رامینځته کونکو کړچارونو د ډيریدا کتونکي یوو چې دا په رواني دباونو باندې د غلبې لپاره یو طبیعي غبرګون دی.
هغه په یوې مرکې کښې چې فرانسې خبري اژانس ورسره کړي ده وویل د اسرائیلو د رواني سلامتیا او د نشې د مرکز ټیم د صهیونیسټ رژیم د ټولنې د بیلابیلو پرګنو په کابو زرو(۱۰۰۰) کسانو باندې یو تحقیق ترسره کړی دی چې د غزې له جنګ وروسته په اسرائیلیانو کښې پینځویشت فیصده د نشې د زیاتیدا ښودنه کوي.
په حقیقت کښې په هرو څلورو اسرائیلیانو کښې چې په نشه ئیزو توکو روږدي دي د غزې له جنګ وروسته یوه کس د نشه ئیزو موادو استعمال زیات کړی دی.
په ذهني او رواني چارو کښې د اسرائیلو دغه متخصص ډاکټر ټینګار وکړ: د غزې له جنګ وروسته د تیر میلادي کال په نوامبر او دسمبر میاشتو کښې د ارام ورکونکو او د خوب راوړونکو درملو استعمال له ترتیب سره سم یوسل اویا او یوسل اتیا فیصده زیات شول او ډیرې کسان هغه خلک دي چې زامن یې د غزې جنګ ته تللي دی او هغوې وايي د زیات اضطراب په وجه دوې ته خوب نه ورځي.
د یوه صهیونیسټي ځوان چې مستعار نوم یې «یوني» دی چې د پوځ لخوا د پوځي خدمت لپاره وربلل شوی په نشه ئیزو موادو باندې د سخت روږدیدا په دلیل پوځ کښې شاملیدل وځنډول شول.
دغه نولس کلن صهیونیسټي ځوان وايي: د کورونا ویروس د خپریدا له وخت راهسې مو د نشه ئیزو توکو استعمال پیل کړ خو د غزې د جنګ له پیلیدا وروسته زما جسمي حالت ډیر خراب شو.
هغه زیاته کړه د نشه ئیزو توکو استعمال په حقیقت کښې له حقیقت څخه د تښتیدا لپاره یوه لاره ده.
هغه وايي ما د غزې د جنګ د پیلیدا په لومړیو میاشتو کښې د داسې نشه ئیزو موادو چې خوشحالۍ رامینځته کوي استعمال پیل کړ لکه اکستازي ګولې، ایم ډي ایم ای او ایل ایس ډي او د وخت په تیریدا سره د دغو ګولیو مصرف زیات شو.
زه همدا اوس پوهیږم چې نشه اي یم او باید د درملنې لپاره له نشې د منع کولو مرکز یا روغتون ته لاړ شم.
په غزې کښې د اسرائیلو د نیواکګر رژیم د پوځ یوه عسکر «یاشیر متان»له فرانسې خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل زه د نشه ئیزو توکو په استعمال سره هڅه کوم هر څه هیر کړم. مونږ پوهیږو چې جنګ چټي شی دی خو مجبور یوو چې پکښې ګډون وکړو.
په «نتانیا» ښار کښې د صهیونیسټ رژيم د رواني سلامتیا او د نشې د مرکز بنسټګر او د رواني او د ذهني ناروغیو په چارو کښې متخصص ډاکټر «شائول لوران » له فرانسې خبري اژانس سره د خپلې مرکې کښې په دوام کښې په دې زمینه کښې ټینګار وکړ: د ترسره شویو تحقیقاتو پراساس کاملا روښانه ده چې مونږ د یوې غمیزې د رامینځته کونکي اپیډمۍ په درشل کښې یوو او په نشه ئیزو موادو سخت روږیدل به د اسرائیلو د ټولنې زیاتې برخې ته خپور شي.
دغه راز څه موده مخکې هاارتص عبري ژبې ورځپاڼې ایشوا کړه د اسرائیلو د پوهنتونونو د اروا پيژندې او د نفسیاتو د استادانو لخوا ترسره شوی تحقیق ښودنه کوي د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اومه نیټه د طوفان الاقصی له عملیاتو وروسته د اسرائیلو کابو څلویښت فیصده خلک د خپګان په شمول له روحي او رواني ناروغیو سره مخامخ شوي دي.
د ویلو ده چې د عبري ژبې رسنۍ د غزې په جنګ کښې په ګډون کونکو صهیونیسټي پوځیانو کښې د رواني مشکلاتو د ډیر زیاتیدا خبره کوي.
یدیعوت احارانوت ورځپاڼې څه موده مخکې ویلي وو په صهیونیسټ پوځیانو کښې د روحي او د رواني مشکلاتو زیاتیدل سبب شول چې د اسرائیلو د پوځ د درملنې چارواکي د پوځیانو په رواني ډول د ښه کیدا لپاره ځانګړي برخه پرانیزي او ډیرو اروا پيژاندو ډاکټرانو ته د ملګرتیا کولو بلنه ورکړي.
یدیعوت احارانوت ورځپاڼې ولیکل د دغه فیصلې یو علت په اسرائیلي پوځيانو کښې خودکشۍ او ځان وژلو ته د ګروهنې ډیر زیاتیدل اعلان شوی دی.